بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايس سي او حقيقي صلاحيتونو كارولو لپاره د پاكستان د كلك لوظ پخلي كولو سره وئيلي دي بايد د ترهګرۍ ټول قسمونه او مظاهر بشمول د رياستي ترهګرۍ په واضحه او غېر مبهم ټكو د غندنې وړ وګرځولې شي، پاكستان د نړيوال امن په څو كښې فعاله كردار لوبوي، مكه مشتركه دفاعي تړون د وحدت او مشتركه عزم …
بايد د ترهګرۍ ټول قسمونه او مظاهر بشمول رياستي ترهګري د غندنې وړ وګرځولې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ايس سي او پلس غونډې ته وېنا

مزید خبریں
بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايس سي او حقيقي صلاحيتونو كارولو لپاره د پاكستان د كلك لوظ پخلي كولو سره وئيلي دي بايد د ترهګرۍ ټول قسمونه او مظاهر بشمول د رياستي ترهګرۍ په واضحه او غېر مبهم ټكو د غندنې وړ وګرځولې شي، پاكستان د نړيوال امن په څو كښې فعاله كردار لوبوي، مكه مشتركه دفاعي تړون د وحدت او مشتركه عزم واضحه پېغام دے، نړيوالې ورورولۍ له به د بې ګناه فلسطينيانو د ستونزو خاتمې او د خپلواكۍ ناقابل تنسيخ حق تحفظ لپاره پرېكنده اقدامات كول وي، د آبي وسائلو په اړه د لوظنامو بشپړ احترام پكار دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم د ايس سي او پلس غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل زما لپاره دا د لوي اعزاز خبره ده چې ما ته د شنګھائي مرستې تنظيم د ايس سي او پلس دوستانو او شراكت دارو اجتماع ته د وېنا موقع ترلاسه شوه ، ده ووئېل په شنګھائي مرستې تنظيم كښې د زياتېدونكې خوښۍ مشاهده يقيني ده چې د ډاډ وړ ده كوم چې د دې مهم سيمه ايز فورم د زياتېدونكې مخ ملازې او اهميت ثبوت دے۔ ده ووئيل نړۍ دا مهال د بې مثاله هنګامه لرونكې او بدلون پړاٶ څخه تېرېږي٬ 80 كاله اګاهو د ملګرو ملتونو عالمګير خوب په حقيقت بدلولو لپاره رامخې ته كړے شوے ٶ چې د ټولو جنګونو او شخړو خاتمه اوشي او تل پاتې امن قائم كړے شي۔ په دې اته لسيزو كښې پاكستان د ملګرو ملتونو چارټر لپاره په بشپړه توګه عزم لرونكے او كاربند پاتې دے ٬ مونږ دې ته د يوې داسې موقع په توګه ګورو چې د لارې ئې زيات مساوي، جمهوري او منصفانه نړيوال نظام جوړ كړے شي خو نن ملګرو ملتونو كښې په سمدستي توګه اصلاحات ته اړتيا ده٬ دې سره به دا لا زيات ځواب وركوونكې او د حالات د تقاضو له مخئ موثر جوړول وي۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په حېث پاكستان د تېرو دوو كالو په مهال په نړيواله كچه د امن هلو ځلو كښې فعاله كردار لوبولے، زمونږ مهمې هڅې د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت لاسليك سره خپل مهم پړاٶ ته رسېدلې ٬ دا په خليجي منطقه كښې د جاري شخړې خاتمې لپاره زياته د عمل وړ او تلپاتې لاره ده او ټولو ډلو لپاره د خبرو اترو او سفارت كارۍ د لارې امن راوستو لپاره يو پراخه او د قبلېدو وړ بنياد دے۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د مكه مشتركه دفاعي تړون هم لاسليك كړے كوم چې د وحدت او مشتركه عزم واضحه پيغام وركولو سره په منطقه كښې د امن امكانات لا مضبوط كړې دي او دې سره ئې په منطقه كښې د پرمختګ او سوكالۍ د ودې لاره هم هواره كړې ده۔ ده ووئيل غزه او د لويديزې غاړې صورتحال پرله پسې ډېر د اندېښنې وړ دے ٬ نړيوالې ورورولۍ له به د بې ګناه فلسطينيانو د ستونزو خاتمې او د خپلواكۍ ناقابل تنسيخ حق تحفظ لپاره پرېكنده اقدمات كول وي او بايد هم دغه حقونه نورو ټولو مظلومو قامونو ته هم وركړے شي۔ وزيراعظم ووئيل اوبه زمونږ د منطقې د ساه رګ حېثيت لري كومې چې د لكهونو په شمېر د انسانانو د ژوند سهارا ده٬ زمونږ زمكې اوبه كوي او د راتلونكي كول سباون خوندي كوي اوبه بايد كله هم د وسلې په توګه استعمال نه كړې شي٬ د آبي وسائلو په اړه زمونږ مشتركه لوظنامې د لازمي پابندو او د لوظونو حېثيت لري د كومو چې په هر صورت كښې لازمي او بشپړ احترام پكار دے۔ وزيراعظم ووئيل ترهګري زمونږ غړو هېوادونو او په حقيقت كښې دلته د “ايس سي او پلس” نمائندګي لرونكو نورو هېوادونو لپاره هم يو مشتركه خطر دے٬ مونږ د ترهګرۍ مخنيوي له د سيمه ايزې ډھانچې له مخې د خپلو مشتركه هدفونو مخ په وړاندې بوتللو لپاره عزم لرو چې پكښې د درېو خرابو ” ترهګرۍ ، بېلتون خوښۍ او د مذهبي انتها پسندۍ” مخه نيول دي، پاكستان به د ترهګرۍ لعنت په مړانه او ثابت قدمۍ سره مقابله او دې ته د ماتي وركولو لړۍ روانه ساتي ٬ ده ووئېل د ترهه ګردۍ ٬ د 90 زره نه زيات د قېمتي ځانونو قربانۍ او د 150اربه ډالرو معاشي زيانونو باوجود زمونږ قام د ترهګرۍ په ضد نه يوازې خپل ځان له بلكې ګردې نړۍ لپاره د عزم لرونكې او ثابت قدمه هڅې كړې دي، مونږ دا ګڼو چې بايد ترهګري د ټولو قسمونو او مظاهر بشمول د رياستي ترهګرۍ په واضحه او غېر مبهم ټكو د غندنې وړ وګرځولې شي ۔ ده ووئيل سيمه ايز روابط او شريكې رابطې لپاره زمونږ يو مشتركه ترجيح ده خو دا يوازې په ھغه صورت په حقيقت بدلېدې شي كله چې په افغانستان كښې امن او استحكام وي، ھغه ترهګرې ډلې كومې چې افغان خاوره د پاكستان او نورو ګاٶنډي هېوادونو په ضد او د بې ګناه وګړو قتل لپاره استعمالوي د هغي لاره په موثره ډول نيول ضروري ده۔ وزيراعظم ووئيل څنګه چې پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) مشري سنبهالوي مونږ په پوخ باور خپلې ذمه وارۍ ترسره كوٶ چې اېس سي او له خپل اولس ته كوټلې او عملي ګټې رسول پكار دي۔ وزيراعظم ووئيل په راتلونكي يو كال كښې به مونږ د انفارميشن ټيكنالوجي او مصنوعي ځېركتيا، توان، ترقۍ او د غربت خاتمې، د آفتونو مخنيوي٬ صحت٬ كلتور او د لوبو څانګو ته پام لرنه كوٶ۔ وزيراعظم د ايس سي او حقيقي صلاحيتونو كارولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم او لوظ پخلي كولو سره ووئيل مونږ د ايس سي او لا عظيمې لوړې كچې ته رسولو په هڅو كښې هم او د ايس سي او غړو هېوادونو او د قدر وړ ايس سي او پلس كورنۍ بشپړه او د مخلصانه مرستې خوښي لرو۔ وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو ته په كال 2027 كښې په اسلام آباد كښې د ايس سي او پلس غونډې په راتلونكي ايډيشن كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔











