اسلام آباد۔01ستمبر (اے پي پي)د پاکستان علماء کونسل چیئرمین او د وزیراعظم د قامي پیغامِ امن کمیټۍ کوآرډینیټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د مكه مشتركه دفاع لوظ نامې ته د ادارہ جاتي شکل وركولو هر كلي كولو سره دا منطقه كښې امن، اجتماعي سلامتیا او د مسلمانانو اتحاد لپاره يو تاریخي او مثبت پیش رفت ګرځولے دے ۔ د نهې په ورځ يو بیان كښې حافظ محمد طاهر …
لوظ نامه به منطقه كښې امن، اجتماعي سلامتیا او د مسلمانانو اتحاد مضبوط كړي ، طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
اسلام آباد۔01ستمبر (اے پي پي)د پاکستان علماء کونسل چیئرمین او د وزیراعظم د قامي پیغامِ امن کمیټۍ کوآرډینیټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د مكه مشتركه دفاع لوظ نامې ته د ادارہ جاتي شکل وركولو هر كلي كولو سره دا منطقه كښې امن، اجتماعي سلامتیا او د مسلمانانو اتحاد لپاره يو تاریخي او مثبت پیش رفت ګرځولے دے ۔ د نهې په ورځ يو بیان كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په خاص توګه ریاض كښې د مکه لوظ نامې سیکرټریټ جوړولو او په ابتدائي توګه دريو كالو لپاره د پاکستان نه د سیکرټري جنرل تعیناتي د ستئانې وړ ګام ګرځولو سره ووئېل دې اقدام سره به د پاکستان، سعودي عرب او د ترکیه مشترکه عزم ته عملي شكل وركولو او دا په مستقل مرستې بدلولو لپاره مؤثر ادارہ جاتي نظام قائم شي ۔ ده ووئېل د دې تاریخي اقدام په پس منظر كښې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر قیادت او وژن څرګند دے او صدر رجب طیب اردوان او وزیراعظم محمد شهباز شریف هم د دې فریم ورک مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم کردار ادا کړے دے ۔ ۔چیئرمین پاکستان علما ء کونسل ووئېل مکه لوظ نامه د مسلمانې نړۍ لپاره هم يو پراخه تر مثبت پیغام لري چې دغسې دا د اتحاد، اجتماعي قوت او ادارہ جاتي مرستې په توګه د امن، استحکام او جائز قامي مفادات تحفظ لپاره وكارولې شي ۔











