اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د جمهوريه ازبكستان صدر شوكت مرزيوف او د ازبكستان ورور اولس ته د هغوي په 35مې آزادۍ ورځ مباركي وركړې ده ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت خپل پیغام كښې ووئېل پاكستان ازبكستان سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په شريه عقيده ٬كلتوري همغږۍ٬ …
د صدر مملكت آصف علي زرداري ازبك مشرتابه او اولس ته د آزادۍ ورځ مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د جمهوريه ازبكستان صدر شوكت مرزيوف او د ازبكستان ورور اولس ته د هغوي په 35مې آزادۍ ورځ مباركي وركړې ده ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت خپل پیغام كښې ووئېل پاكستان ازبكستان سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په شريه عقيده ٬كلتوري همغږۍ٬ باور او په منطقه كښې امن٬استحكام او د خوشحالۍ په شريك ويژن اډاڼه دي۔صدر آصف علي زرداري د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د پاكستان او ازبكستان ترمينځه شراكتدارۍ سياسي٬اقتصادي٬تجارتي٬مواصلاتي٬دفاعي او د اولسي اړيكو په څانګو كښې د زيات شوې مرستې سره لا مستحكمه كيږي۔صدر مملكت سږ كال فرورۍ كښې د صدر مرزيوف د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو سټريټجك شراكتداري ته د يو نوي تحريك وركولو موجب وګرځوله ۔ده ووئيل د دورې په مهال شوې ګټورې خبر او تفهيم له دواړه خوا د دې شريك خواهش عكاسي كوي چې د دې ملګرتيا ميوه دې اولس لپاره په جامع ګټه بدل شي۔صدر مملكت د دې باور هم څرګندونه وكړه چې پاكستان او ازبكستان به په خپلو شريكو هڅو شراكتداري لا قوي كړي٬سيمه ايز مواصلات او اقتصادي مرستې ته به وده وركړي او د امن او خوشحالۍ هيلو سر كولو لپاره به په ګډه كار كوي











