بشکيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم نړيوال امن او استحكام لپاره مهم پلېټ فارم ګرځولو سره وئيلي دي ايس سي او د مشترکه چيلنجونو مخنيوي لپاره د اجتماعي عزم علامت دے، پاکستان د ايس سي او فعاله او ذمه وار غړے دے، مونږ د شخړو سولئيز هواري لپاره د نړيوال قانون له مخې د ملګرو ملتونو او د ايس سي او …
ايس سي او د مشترکه چيلنجونو مخنيوي لپاره د اجتماعي عزم علامت دے، د مکه مشترکه دفاعي لوظنامه د سيمه ايز امن په اړه زمونږ د مشتركه عزم څرګندونه ده٬ پاکستان د ملګرو ملتونو او د ايس سي او د چارټرز د بنيادي اصول تل په ځاے ساتلو او د دې احترام كوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ايس سي او مشرانو كونسل غونډې ته وېنا

مزید خبریں
بشکيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم نړيوال امن او استحكام لپاره مهم پلېټ فارم ګرځولو سره وئيلي دي ايس سي او د مشترکه چيلنجونو مخنيوي لپاره د اجتماعي عزم علامت دے، پاکستان د ايس سي او فعاله او ذمه وار غړے دے، مونږ د شخړو سولئيز هواري لپاره د نړيوال قانون له مخې د ملګرو ملتونو او د ايس سي او چارټر د لارښونې په هدايات په سختۍ سره عمل كولو لپاره عزم لرو٬ پاکستان د سيمه ايز بحران په مهال امن لپاره موثر كردار لوبولے دے٬ مکه مشترکه دفاعي تړون د خپلواكۍ، سيمه ايزې سلامتيا ، اجتماعي سلامتيا او د سيمه ايز امن په اړه زمونږ د مشتركه عزم څرګندونه ده، پاکستان سوله ايز، مستحکم او خوشحال افغانستان لپاره خوښي لري٬ تر څو چې ترهګر افغان خاوره د پاکستان او نورو ګاٶنډي هېوادونو باندې بريدونو٬ د بې ګناه وګړو قتل لپاره كاروي په منطقه كښې به كله هم امن رانشي، بايد نړيواله ورورولي د فلسطين اولس پشمول د ټولو مظلومو قامونو له د خپلواكۍ وركولو لپاره خپل عزم ترسره كړي،اوبه زمونږ د راتلونكې كول سباون خوندې كوي٬ بايد دا كله هم د وسلې په توګه استعمال نه كړې شي، پاکستان به سماجي تحفظ لا قوي كولو او د ايس سي او په منطقه كښې جامع او د تل پاتې پرمختګ ودې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بشکيك په ښائسته ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو تاريخي غونډه كښې ګډون زما لپاره د درناوي خبره ده او په زړه پورې كوربتوب او کنفرنس لپاره په غوره انتظامات صدر صادر ژاپاروف او د ھغه د ډلې مننه كوم، ده ووئېل جمهوريه کرغزستان ته د ايس سي او چيئرمين شپ موده په كاميابۍ سره په ترسره كولو او د ايس سي او هېوادونو ترمېنځه عملي مرستې لپاره په موثر كردار مباركي وركوم٬وزيراعظم د کرغزستان او ازبکستان مشرتابه او اولس له د آزادۍ ورځ مباركي هم وركړه۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم نړيوال امن استحکام لپاره مهم پلېټ فارم دے، د شنګھائي سپرټ له مخې پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم په غړيتوب وياړ لري، پاکستان د ايس سي او فعاله او ذمه وار غړے هېواد دے، د ايس سي او 25 كاله ترسره كېدل مهم سنګ ميل دے٬ ده ووئېل د وړوكي بوټي په نالولو ايس سي او نن يو ګوره ونه جوړه شوې ده كومه چې مونږ ټولو ته د سلامتيا او استحکام سېوري راكوي۔ ده ووئيل نن نړيواله منظر نامه د زياتېدونكي جغرافيائي و سياسي تاٶ تريخوالي، د نړيوال معيشت اړي ګړي، موسمياتي بحرانونو كښې د زياتوالي او د ټيکنالوجۍ د ځانګرو بدلونو سره مخ ده، په داسې پېچلي ماحول كښې ايس س د لويو چيلنجونو په ګډه مخنيوي او خپل اولس لپاره امن، سلامتيا او د خوشحالي باوري كولو لپاره زمونږ د اجتماعي عزم نمائندګي کوي۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو او د ايس سي او د چارټرز د بنيادي اصول تل په ځائے ساتلو او د دې احترام كوي، مونږ د شخړو سوله ايز هواري لپاره د نړيوال قانون له مخې د ملګرو ملتونو او د ايس سي او چارټر د لارښونې په هدايات په سختۍ سره عمل كولو لپاره عزم لرو، د كوم چې نن په بشکيك اعلاميه كښې هم توثيق شوے دے، ده ووئېل د دې جذبې له مخې پاکستان سږ كال په پېل كښې ھغه مهال د امن بشپړ ملاتړ كړے كله چې د اېس سي او د يو غړي هېواد د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا خلاف ورزي وشوه چې په نتيجه كښې ئې يو لوي نړيوال بحران رامخې ته شو٬ ده ووئېل د دې بحران له امله د توان رسولو مهمو لارو بندېدو څخه نړيوال معيشت وځپلے شو٬ د دې په نتيجه كښې پاکستان هم نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه لوي اقتصادي زيان پورته كړو ٬ په دې ستونزمندو حالاتو كښې پاکستان پرله پسې د يو ايماندار او مخلص ثالث او سهولت کار كردار لوبولے دے۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ د پرله پسې سفارتي هلو ځلو په سبب تاريخي اسلام آباد مفاهمتي يادداښت (ايم او يو) ګټور ثابت شو٬ كوم چې سيمه ايز تاٶ تريخوالي كښې كمے او د امن بحالۍ په پلو يو مهم ګام دے، ده ووئېل د امن لپاره د هلو ځلو په مرسته او ملاتړ مونږ د ھغه وروروڼو او دوست هېوادونو د زړه له كومي مننه كوٶ د چا يو شمېر استازي چې نن دلته موجود دي ٬ مونږ پوخ باور لرو چي د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت زمونږ په منطقه كښې تل پاتې امن لپاره د عمل وړ او د اوږدې موې لاره به رامخې ته كوي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په دې وروستيو كښې په درې اړخيزه مکه مشترکه دفاعي تړون لاسليك كړے٬ دا تاريخي تړون د خپلواكۍ، سيمه ايزې سلامتيا، اجتماعي سلامتيا او د سيمه ايز امن په اړه زمونږ د مشتركه عزم څرګندونه ده٬ دا په بنيادي توګه د دفاعي نوعيت لوظنامه ده نه خو دا د يو رياست په ضد ده او نه د دې مقصد محاذ آرائي يا تقسيم پيدا كول دي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان تل د ګڼ اړخيزه نظام مضبوطيا لپاره هڅې كړې دي خو ګڼ اړخيزه تنظيمونه د دې جوګه كول ضروري دي چې ھغوي خپلې هيلې او خواهشات په عملي اقدامات بدل كړي، ده ووئېل غزه او د لوېديزي غاړې د بې ګناه وګړو ناوړه حالت پرله پسې دوامداره دے كوم چې د تصور نه لرونكو انساني ستونزو سبب ګرځي، د فلسطينيانو مېندې د خپلو ماشومانو د غم سره مخ دي٬ كورنۍ تتر بتر كېږي او ټول نسلونه د ېرې٬ محرومۍ او ناانصافۍ د مستقل سېوري لاندې په ژوند كولو مجبوره دي٬ ده ووئېل بايد نړيواله ورورولي د فلسطين اولس پشمول د ټولو مظلومو قامونو له د خپلواكۍ حق وركولو لپاره خپل عزم ترسره كړي، نړۍ د انساني غم او تكليفونو خاتمې لپاره ٬ د دې خبرې نه قطع نظر چې ھغه د نړۍ په هره منطقه كښې وي٬ بايد يو موټے شي٬ ده ووئېل سوئيلي اسياء كومه چې د ايس سي او منطقې مهمه برخه ده د تل پاتي امن نه غېر خپل بشپړ صلاحيتونه پكار نشي راوستلے۔ وزيراعظم ووئيل اوبه زمونږ په منطقه كښې د ژوند بنياد دے٬ دا د لكهونو په شمېر انسانانو سهارا ده ٬ زمونږ زمكې اوبه كوي او زمونږ د راتلونكې كول سباون خوندې كوي٬ بايد دا كله هم د وسلې په توګه استعمال نه كړې شي، دغه نه خو نه فشار اچولو ذريعه په توګه استعمالېدې شي او نه دا كله سياسي مفادات ترلاسه كولو لپاره ، ده ووئېل زمونږ د مشترکه آبي وسائلو په اړه لوظنامه يو سنجيده، پابند او نړيوال تړون دے، دا د سياسي مصلحتونو معاملات نه دي كوم چې د خپلې خوښې له مخې هر كوم وخت نظر انداز كړے شي، د دې په هر صورت غير مشروط پالنه پكار ده۔ وزيراعظم ووئيل ترهګري د خپلو بېلو شكلونو او مظاهرو سره زمونږ منطقه متاثره كونكې سنګينو ترين خطرو كښې يوه ده، د تېر كال نه د شنګھائي مرستې تنظيم د ترهګرۍ مخنيوي او د سيمه ايزې ډھانچې د مشرۍ كولو په حېث پاکستان د ترهګرۍ مخنيوي اود سيمه ايزې مرستې قوي كولو لپاره بشپړ او فعاله كردار لوبولے دے، دغسې جې يو څو هېوادونو د ترهګرۍ د لعنت په ضد د پاكستان په څېر عزم لرونكے او په مړانه جنګ كړے٬ د تېرو دوه نيمو لسيزو په مهال مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 90 زره نه زياتې انساني قربانۍ وركړئ او 150 اربه ډالره معاشي زيانونه مو برداشت كړي، دا قربانۍ يوازې پاكستان لپاره نه بلكې د دې مقصد يو محفوظ او زياته سوله ايزه منطقه او نړۍ باوري كول وو۔ ده ووئېل پاکستان د يو سوله ايز٬ مستحکم او خوشحال افغانستان خوښي لري تر څو چې ترهګر افغان خاوره د پاکستان او نورو ګاٶنډي هېوادونو باندې بريدونو٬ د بې ګناه وګړو قتل لپاره استعمالوي٬ په منطقه كښې به كله هم امن رانشي۔ ده ووئيل د ايس سي او هېوادونه په منطقه كښې د درې اربه نه زياته آبادي لري او دا منطقه بلها قدرتي وسائل لري ٬ دا غير معمولي صلاحيت د اېس سي او په مشرانو يو غېر معمولي ذمه واري اچوي چې مونږ خپل اولس لپاره يو ښه سباون بازري كړٶ، زه د كلونو راهسې سيمه ايز روابط د خوشحالۍ د كليد په توګه رامخې ته كوم٬ نن رابطه سازي اوس انتخاب نه دې پاتې بلكې دا يو تزويراتي ضروري ضرورت ګرځېدلے، اوسني بحران دا هم ثابته كړې ده چې متنوع د تګ راتګ نيټ ورکس، د توان محفوظه راهدارۍ او مضبوط و مستحکم سپلائي چينز زمونږ اجتماعي سلامتيا لپاره ضروري دي۔ چين پاکستان اقتصادي راهداري (سي پيک) پرله پسې د يو مهمې ګيټ وے په توګه خدمات ترسره كوي٬ كوم چې سيمه ايز معيشتونه بحيره عرب سره تړي، ده ووئېل مونږ موجوده بين العلاقائي ريلوے منصوبې، د سړكونو رابطو په اړه اقدامات او د توان سيمه ايزې منصوبې مخ په وړاندې بوتللو لپاره يو ډول عزم لرو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له خپل ټول توان د “ايس سي او د كال 2035 په پرمختيائي حکمتِ عملۍ” عمل درآمد باوري كولو لپاره خرڅ كول پكار دي، ايس سي او ډويلپمنټ بينك جوړول به په دې لړ كښې يو مهم او پرېكنده ګام وي، د غربت خاتمې په اړه د ايس سي او خاص ورکنګ ګروپ د مستقل چيئرمين په حېث پاکستان سماجي تحفظ لا قوي كولو او د ايس سي او په منطقه كښې جامع او تل پاتې ترقۍ ته ودې وركولو لپاره ېه خپلې هڅې روانې ساتي۔ وزيراعظم ووئيل څنګه چې پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم صدارت سنبھالوي٬ مونږ يو “ايکشن پلان” تجويز كوٶ، چې پكښې به انفارميشن ټيکنالوجي او مصنوعي ځېركتيا، توان، ترقي او غربت كښې كمے٬ ډيزاسټر مينجمنټ، صحت، كلتور او د لوبو پشمول مهمو څانګو ته پاكم لرنه كولې شي، انفارميشن ټيکنالوجي او د مصنوعي ځېركتيا په څانګو كښې مونږ د ذمه واره او جامع مصنوعي ذهانت ترقۍ ته وده وركول، ډيجيټل خپلواكي مضبوطول ، تحقيق او جدت طرازۍ ته وده وركول، او دا خبره باوري كول چې يو غړې هېواد وروستو پاتې نشي د يو “ايس سي او سوورين اے آئي انفراسټرکچر او ګورننس فريم ورك” جوړولو تجويز وړاندې كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل ګرده منطقه كښې ډيزاسټر مينجمنټ لپاره رابطه کاري، پيشګي خبردارے او د مرستې اقدامات لا موثره كولو لپاره پاکستان په اسلام آباد كښې د 2026-2027 په مهال د “ګلوبل ريزيلينس ايکسپو” كولو تجويز وركړے دے، ايس سي او به د پاکستان د صدارت مرکزي موضوع وي، “وژن په عمل بدلول: روابط، جدت طرازي او مشترکه خوشحالي”۔ وزيراعظم ووئيل مونږ دا ذمه واري په عاجزۍ٬ اميد او پوخ باوري سره قبولوٶ چې روابط به زمونږ اولس يو بل ته نور نزدې كړي، جدت طرازي به د موقعو نوې دروازې پرانځي او مشتركه خوشحالي به تر هر كور ورسيږي ۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په ګډه د ايس سي او وژن په عملي اقدام، د لوظ ودې او پرمختګ ټولو لپاره په يو ښه سباون بدل كړو لكه څنګه چې يو زوړ متل دے چې يو شمېر چينېان په يو كېدو يو عظيم درياب جوړېږي٬ دغسې چې كله زمونږ قامونه خپل طاقتونه، هيلې او تقديرونه يو كړي نو د دې خبرې به حد پاتې نشي چې مونږ څومره تر لرې تللے شو او دې لپاره راځئ چې مونږ په ګډه مخ په وړاندې لاړ شو چې په دې غېر باوري پړاٶ كښې تاريخ اېس سي او داسې ياد اوساتي چې تصادم ته په مرسته٬ تقسيم ته په مكالمه ٬ خنډانو ته په پلونو او ېرې ته په اميد ترجيح وركړو ، تاريخ دې دا هم رقم كړي چې ايس سي او يوازې د يو بدلېدونكې نړۍ مشاهده نه د كړې بلكې مونږ د دې نړۍ په جوړولو كښې خپل كردار هم لوبولے دے۔











