سيد علي شاه ګيلاني يو ستر لارښود ؤ ٬ د هغه ژوند د كشميري اولس د خپلواكۍ حق د كوټلي عزم څخه عبارت ؤ  ، د صدر آصف علي زرداري د سيد علي شاه ګيلاني په  5 تلين پېغام

  اسلام آباد۔01 ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي نن مونږ د سيد علي شاه ګېلاني 5م تلين په موقع هغه ته پیرزوئنې وړاندې كوو۔ سيد علي شاه ګيلاني يو ستر كشميرے لارښود ؤ ٬ د هغه ژوند د كشميري اولس د خپلواكۍ حق د كوټلي عزم نه عبارت ؤ ۔ د نوموړي كشميري لارښود سيد علي شاه ګيلاني 5 تلين په موقع د ايوان صدر …

 

اسلام آباد۔01 ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي نن مونږ د سيد علي شاه ګېلاني 5م تلين په موقع هغه ته پیرزوئنې وړاندې كوو۔ سيد علي شاه ګيلاني يو ستر كشميرے لارښود ؤ ٬ د هغه ژوند د كشميري اولس د خپلواكۍ حق د كوټلي عزم نه عبارت ؤ ۔ د نوموړي كشميري لارښود سيد علي شاه ګيلاني 5 تلين په موقع د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په جاري شوي پېغام كښې صدر مملكت ووئيل سيد علي شاه ګيلاني خپل ټول ژوند د جمو وكشمير اولس جائز هيلو ته ودې وركولو له وقف كړے ؤ ۔ د ډېرې مودې زندانونو ٬ نظر بندۍ او بلها ذاتي ستونزو باوجود هغه په خپلو نظرياتو او د انصاف ٬ وقار او آزادۍ شمع روښانه ساتلو له په خپل كوټلي عزم ولاړ پاتې ؤ ۔ ده ووئيل د هغه ثابت قدمي ٬اخلاقي جرات نن هم كشميري اولس او نوو نسلونو لپاره د لارې مشال دے۔ د هغه مشهور ټكي ” مونږ پاكستانيان يوو ٬ پاكستان زمونږ دے “پاكستان سره د ژور جذباتي او سياسي تړون او د كشميري اولس د جائزو هيلو لپاره د كوټلي باور علامت وګرځېدل۔ په دې موقع مونږ د سيد علي شاه ګيلاني ياد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه قربانيو سره سره د كشميري اولس ستړو او بلها قربانيو ته هم سلام كوو۔ صدر مملكت ووئيل په مړانه ٬ وقار او ثبات اډانه د هغوي ميراث به انصاف او آزادۍ لپاره د ستړې كوونكو نسلونو لارښودنه كوي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس بشپړه اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده ووئيل مونږ به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادنو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې عادلانه ٬ سوله ايز او تلپاتي حل له خپلې هڅې روانې ساتو

مزید خبریں