اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حريت لارښود سيد علي شاه ګيلاني مدبرانه، دليرانه او کشمير لپاره د عزم نه ډك قيادت او پاکستان سره بې لوثه مينې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د سيد علي شاه ګيلاني ژوند په مقبوضه کشمير كښې د هند د غير قانوني، جابرانه او ظالمانه تسلط په ضد د مقاٶمت د فكر وړ علامت دے، پاکستان …
د سيد علي شاه ګيلاني ژوند په مقبوضه کشمير كښې د هند د غير قانوني، جابرانه او ظالمانه تسلط په ضد د مقاٶمت د فكر وړ علامت دے۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د حريت لارښود سيد علي شاه ګيلاني د پنځم تلين په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حريت لارښود سيد علي شاه ګيلاني مدبرانه، دليرانه او کشمير لپاره د عزم نه ډك قيادت او پاکستان سره بې لوثه مينې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د سيد علي شاه ګيلاني ژوند په مقبوضه کشمير كښې د هند د غير قانوني، جابرانه او ظالمانه تسلط په ضد د مقاٶمت د فكر وړ علامت دے، پاکستان د عزم تجديد كوي چې د مقبوضه جمو و کشمير د اولس به غېر متزلزل اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د کُل جماعتي حريت کنفرنس باني لارښود سيد علي شاه ګيلاني د پنځم تلين په موقع خپل جاري پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان حريت لارښود سيد علي شاه ګيلاني په پنځمه كليزه د ھغوي مدبرانه، دليرانه او کشمير لپاره د عزم نه ډك قيادت او پاکستان سره بې لوثه مينې ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل سيد علي شاه ګيلاني د مقبوضه کشمير د اولسي د بنيادي بشري حقونو او د هيلو تحفظ٬ آزاد سياسي سباون او د الحاق پاکستان عظيم مقاصدو لپاره خپل ژوند وقف كړے٬ د مقبوضه کشمير ناسمه حالاتو او د رياستي جبر په وړاندې د ھغوي بي لوثه او بې مثال هلو ځلو د کشميريانو په رګونو كښې د كشمېر كشاله تازه ساتلې ده٬ د سيد علي شاه ګيلاني ژوند په مقبوضه کشمير كښې د هند د غير قانوني، جابرانه او ظالمانه تسلط په ضد د مقاٶمت د فكر وړ علامت دے۔ ده ووئيل سيد علي ګيلاني پاکستان سره د ژور او د ډېرې مينې او زړه راښكونكي کلمات “مونږ پاکستانيان يو- پاکستان زمونږ دے” د پاکستان او کشمير د زړه او د روښانې رشتې آئينه دار دي، ده ووئېل د کشميريانو د آزادۍ هلې ځلې سيد علي ګيلاني د نړۍ په ايوانونو كښې د يو نه هېرېدونكې او تګړه غږ په توګه ژوندې ساتلي٬ ارواښاد د عزت وړ او مقبول كشميري لارښود په توګه يادېږي كوم چې د كشميريانو د مزاحمت، عزم و حوصلې او استقامت لازواله استعاره دے۔ ده ووئيل د سيد علي ګيلاني د آزادۍ هلې ځلې و ستړې او سياسي ميراث د شك نه غېر نوېے كول د خپل شناخت او حقونو څخه مخ كوي٬ د لسيزو سياسي انتقامي كارروائۍ٬ د زندان تكليفونه او د رياستي جبر باوجود د كشمير مسئلې څخه غېر متزلزل تړون د دې ميراث اساس دے٬ ده د سيد علي شاه ګيلاني جرأت او قيادت ته پېرزوئنې او سلام كولو سره سره مونږ د يو شمېر كشميريانو د حق په لاره كښې بې مثاله قربانيو ته هم پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ پاکستان د عزم تجديد كوي چې د مقبوضه جمو و کشمير د اولس به غېر متزلزل اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلے شي، ده ووئېل په سوئيلي آسياء كښې تل پاتې امن په باوري توګه د جمو و كشمير په منصفانه، امناكه او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخئ په هواري كښې مضمر دے۔ده ووئيل پاکستان به کشميريانو سره د بشپړه يووالي او د دوي جائز او منصفانه حق لپاره په ټولو اړوند نړيوالو فورمونو خپل غږ پورته كوي٬ مونږ لاس په دغا يو چې لوي څښتن سيد علي شاه ګيلاني له د خپل رحم په پلو كښې ځائے وركړي











