پنډۍ ۔31اګست (اے پي پي) چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ترکیه سرکاري دورې په مهال استنبول كښې د اعلیٰ كچې ملاقاتونه وكړل ۔ په دې ملاقاتونو كښې د شرېكې خوښې په چارو ، دوه اړخيزه دفاعي مرستې او د سيمې په امنيتي صورتحال خبرې وشوې ۔ د ګل په ورځ د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې( آئی ایس پی …
د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په ترکیه كښې د اعلیٰ كچې ملاقاتونه ، په دوه اړخيزه دفاعي مرستې او د سيمه ايزې سلامتيا په وضعه خبېرې

مزید خبریں
پنډۍ ۔31اګست (اے پي پي) چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ترکیه سرکاري دورې په مهال استنبول كښې د اعلیٰ كچې ملاقاتونه وكړل ۔ په دې ملاقاتونو كښې د شرېكې خوښې په چارو ، دوه اړخيزه دفاعي مرستې او د سيمې په امنيتي صورتحال خبرې وشوې ۔ د ګل په ورځ د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې( آئی ایس پی آر) نه جاري بیان ترمخه چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سعودی عرب دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، د ترکیه خارجه وزیر هاکان فیدان، د ترکیه د قامي دفاع وزير یاسر ګلر او د چیف آف ترک جنرل سټاف جنرل سلچوک بایراکتار اوغلوسره جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔ملاقاتونو كښې د شريكې خوښې په چارو ، دوه اړخيزه دفاعي مرستې او د سيمې د سلامتيا په وضعه خبرې وشوې ۔چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز د مکه مشترکه دفاعي لوظ نامې تر مخه د جوړې سټریټجک سیاسي و دفاعي کمیټۍ په غونډه كښې هم ګدون وكړو چې پكښې پاکستان، ترکیه او سعودي عرب شامل دي ۔ د دريو واړو هېوادونو د سټریټجک روابط او د دفاعي مرستې لا مضبوطولو لپاره د مختلف اقدامات او امکانات جاج واغست۔ د دې ملاقاتونو او غونډو څخه پاکستان، سعودي عرب او د ترکیه تر مينځه د ورورولۍ اړيكو او د زياتېدونكې سټریټجک و دفاعي مرسېتې عکاسي كېږي ۔











