ترکيه، پاکستان او د سعودي عرب خارجه وزيرانو، د فاع وزيرانو او د دفاعي ځواكونو مشرانو/چيفس آف جنرل سټاف د مكه مشتركه دفاع لوظنامې له مخئ د جوړې كړې ستراتېژك سياسي و دفاعي کميټۍ غونډه كښې ګډون

استنبول 31 اګست (اے پي پي) ترکيه، پاکستان او د سعودي عرب خارجه وزيرانو، د فاع وزيرانو او د دفاعي پوځونو مشرانو/چيفس آف جنرل سټاف په استنبول كښې په 31 اګست د مكه مشتركه دفاع لوظنامې له مخئ  د جوړې كړې شوې ستراتېژك سياسي و دفاعي کميټۍ په غونډه كښې ګډون وكړو ٬ دريو واړو هېوادونو د سيمه ايزې ذمه وارۍ جذبې له مخې د مكه لوظ نامې  په فريم …

استنبول 31 اګست (اے پي پي) ترکيه، پاکستان او د سعودي عرب خارجه وزيرانو، د فاع وزيرانو او د دفاعي پوځونو مشرانو/چيفس آف جنرل سټاف په استنبول كښې په 31 اګست د مكه مشتركه دفاع لوظنامې له مخئ  د جوړې كړې شوې ستراتېژك سياسي و دفاعي کميټۍ په غونډه كښې ګډون وكړو ٬ دريو واړو هېوادونو د سيمه ايزې ذمه وارۍ جذبې له مخې د مكه لوظ نامې  په فريم ورك كښې په ګډه كار كولو او په منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره د عزم پخلے وكړو ٬ دې مقصد لپاره به دري واړه هېوادونه د بحرانونو د سوله ايز حل ډاډګيرنې لپاره په تاٶ تريخوالي كښې كمې او په تحمل اډانه هلو ځلو ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې غونډه كښې په دې خبره  صلاح يوه شوه چې د مکه تړون له مخې به شريكې مرستې ته لا اداره جاتي شکل وركولو لپاره ګامونه اغستلې شي دغسې چې شريك يووالي ته وده٬ دفاع او د كرېډيبټلي موثريت باوري كړے شي او منصفانه، جامع او تل پاتې امن لپاره سيمه ايزې هڅې او  شريكې سلامتيا كښې كردار ولوبولې شي٬ د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه مرسته په موثره ډول مخ په وړاندې بوتللو لپاره به په سعودي عرب كښې يو سيکريټريټ جوړولې شي چې مشري به ئې سيکرټري جنرل كوي٬ په ابتدائي توګه به د سيکرټريټ د سيکرټري جنرل تعلق  د اسلامي جمهوريه پاکستان سره وي او ھغه به د دريو كالو مودې لپاره دا ذمه واري ترسره كوي٬ د مشترکه هلو ځلو د لارې به درې واړه هېوادونه خپل دفاعي صلاحيتونه او د وسله والو ځواكونو شريكه مرسته او يووالے هم مضبوطوي٬ دې مقصد لپاره به مضبوطه دفاعي صنعتي مرسته، د مشترکه ټيکنالوجۍ جوړول او د دفاعي مصنوعات په مشتركه پيداوار كار كولې شي٬ د مکه په  لوظ نامه به په اداره جاتي او پرعزم ډول د عمل درآمد د لارې درې واړه هېوادونه سيمه ايز امن او استحکام لپاره مهم كردار لوبوي۔

 

مزید خبریں