وزيراعظم شهباز شريف د كرغزستان پلازمينه بشكيك ته ورسېد

بشکیک۔31اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كرغزستان په درې ورځنۍ دوره بشكيك ته ورسېد۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔ بشکیک ته په رسېدو د كرغزستان د كابينې چيئرمېن عادلبېك قاسماليف وزيراعظم ته هركلے اووې۔ وزیراعظم به د شنګھائي مرستې تنظيم مشريزې غونډې ته خطاب كوي او په …

بشکیک۔31اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كرغزستان په درې ورځنۍ دوره بشكيك ته ورسېد۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔ بشکیک ته په رسېدو د كرغزستان د كابينې چيئرمېن عادلبېك قاسماليف وزيراعظم ته هركلے اووې۔ وزیراعظم به د شنګھائي مرستې تنظيم مشريزې غونډې ته خطاب كوي او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔ وزیراعظم به د اېس سي او پلس سر مشريزه غونډه كښې ګډون هم كوي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې د ګډون كوونكو هېوادونو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ٬ سيمه ايزه مرسته او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې كولې شي۔ وزیراعظم به د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره دوه اړخيزه ملاقات كوي۔ په ملاقات كښې به د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اغستلے شي۔ د كرغزستان دورې په موقع به تجارت او سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ سيمه ايز تړون ٬ زده كړو ٬ سېلګرۍ او اولسي رابطو ته په ودې وركولو خبرې كولې شي۔نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار ٬ وفاقي وزيران  جام کمال خان، علیم خان عطاء تارړ او نورو اړوند اعلی چارواكي په پاكستاني پلاوي كښې شامل دي

مزید خبریں