اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د وزيراعظم په سپارښتنه د پمز پېښې ټولو ځپلو لپاره 50،50 لکه روپۍ مالي مرسته اعلان كړې شوې ده۔ په پمز روغتون كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل مالي مرسته د ځپلو كورنيو د غم دړد د زيان ازاله نه شي كولې خو هم حكومت چې څومره كولې شي د ځپلو كورنيو تر …
د پمز پېښې ټولو ځپلو كورنيو له 50 ٬ 50 لكه روپۍ مالي مرسته اعلان كړې شوې: ډاكټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د وزيراعظم په سپارښتنه د پمز پېښې ټولو ځپلو لپاره 50،50 لکه روپۍ مالي مرسته اعلان كړې شوې ده۔ په پمز روغتون كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل مالي مرسته د ځپلو كورنيو د غم دړد د زيان ازاله نه شي كولې خو هم حكومت چې څومره كولې شي د ځپلو كورنيو تر څنګ اودرېدو سره دا مرسته وړاندې كوي۔ ده ووئيل 13 ځپلو كورنيو له د مرستې چېكونه وركړې شوي ٬ يوه كورنۍ پاتې ده هغې ته به هم ډېر زر چېك وركړے شي۔ ده ووئيل پمز روغتون ته درملنو له پېښور څخه تر كشمير وګړي راځي۔ پمز روغتون په 1985 كښې جوړ شوے ٬ دا ډول پېښه دې څخه وړاندې كله نه ده رامخې ته شوې۔ ده ووئيل د پمز ډاكټران ٬ نرسز او نوره طبي عمله د ځپلو درملنې او هغوي ته طبي آسانۍ رسولو له بشپړ خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په هدايت د پېښې پلټنو له د تشكيل كړې كمېټۍ ابتدائي رپورټ په رڼا كښې د ذمه وارو ډاكټرانو او انتظامي افسرانو خلاف كارروائي پېل كړې شوې ده۔ ده ووئيل كمېټۍ خپل تحقيقات روان ساتلي دي او د روغتون د ټولو څانګو جاج اخلي دغسې خپل رپورټ به په بشپړولو وزيراعظم ته وړاندې كوي











