اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كرغزستان صدر صادر نورګوزوئيوچ ژاپاروف په بلنه 31 اګست څخه تر 2 ستمبر د كرغزستان درې ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم به د شنګھائی مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي او په بېلو سيمه ييزو او نړيوالو چارو به د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔ دې …
وزيراعظم د 31 اګست څخه تر 2 ستمبر د كرغزستان درې ورځنۍ سركاري دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كرغزستان صدر صادر نورګوزوئيوچ ژاپاروف په بلنه 31 اګست څخه تر 2 ستمبر د كرغزستان درې ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم به د شنګھائی مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي او په بېلو سيمه ييزو او نړيوالو چارو به د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔ دې سره سره وزیراعظم به د اېس سي او پلس سرمشريزه غونډه او د ورلډ نومېډ ګېمز پرانستې دستوره كښې هم ګډون كوي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې د ګډون كوونكو هېوادونو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ٬ سيمه ايزه مرسته او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې كولې شي۔ وزيراعظم سره به د دورې په مهال نائب وزيراعظم اسحاق ډار٬ وفاقي وزيران جام كمال خان ٬ عبد العليم خان ٬ عطا تارړ او نور اړوندو چارواكي هم ملګري وي۔ دغسې وزیرِاعظم به 27-2026 لپاره د اېس سي او كونسل آف هېډز آف سټېټس (سي اېچ اېس) د پاكستان چيئرمېن شپ ذمه وارۍ هم سنبالوي۔ وزيراعظم به په 31 اګست د ورلډ نومېډ ګېمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ هغه به په 2 ستمبر صدر صادر ژاپارولف سره د پاكستان او كرغزستان د اړيكو په ټولو اړخونو خبرې اترې هم كوي۔ په دې مهال به د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اغستلې شي۔ د كرغزستان دورې په موقع به تجارت او سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ سيمه ايز تړون ٬ زده كړو ٬ سېلګرۍ او اولسي رابطو ته په وده وركول خبرې كولې شي











