اسلام آباد۔31اګست(اے پی پی) صدر مملکت آصف علي زرداري د كرغز خپل همڅنګ صادر ژاپاروف او ورور اولس له د آزادۍ ورځې په موقع د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مباركۍ خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان كرغزستان سره خپلې نزدې او د ورورولۍ اړيكې زياتې مهمې ګڼي كومې چې په …
صدر مملكت آصف علي زرداري د كرغز خپل همڅنګ او اولس له د آزادۍ ورځې مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اګست(اے پی پی) صدر مملکت آصف علي زرداري د كرغز خپل همڅنګ صادر ژاپاروف او ورور اولس له د آزادۍ ورځې په موقع د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مباركۍ خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان كرغزستان سره خپلې نزدې او د ورورولۍ اړيكې زياتې مهمې ګڼي كومې چې په ګډ تاريخ ٬ كلتوري تړون ٬ متقابل باور او نزدې مرسته اډاڼه دي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري په جولائي كښې د كرغزستان خپلې دورې حواله وركولو سره ووئيل دغې دورې سره په كال 1995ء كښې زما د كرغزستان اولنۍ دورې په زړه پورې يادونه تازه شول او د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته د لا پياوړې كېدو يوه بله قيمتي موقع ترلاسه شوه۔ ده د صدر صادِر ژاپاروف په دسمبر 2025ء كښی د پاكستان دورې په زړه پورې ګھړۍ هم يادې كړې۔ صدر مملكت خوښي ښكاره كړه چې صدر صادِر ژاپاروف سره به په ګډه د دواړو هېوادونو شريكې ګټې له همكاري لا پياوړې كولو له پېوستون روان ساتو۔ په دې مهال صدر مملكت صدر صادر ژاپاروف له د روغتيا ٬ سوكالۍ او د كرغزستان اولس له د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ دعا وكړه۔











