د صدر مملكت آصف علي زرداري د ماليزيا آزادۍ ورځ په موقع حكومت او اولس ته مباركي

اسلام آباد۔31اګست(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د ماليزيا 69 مې آزادۍ ورځې په موقع حكومت او اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له خوا د جاري شوي يبان له مخې د ماليزيا بادشاه سلطان ابراهيم په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښی صدر مملكت ووئيل پاكستان او ماليزيا د ګډو اقدارو ٬ عقيدې ٬ باور …

اسلام آباد۔31اګست(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د ماليزيا 69 مې آزادۍ ورځې په موقع حكومت او اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له خوا د جاري شوي يبان له مخې د ماليزيا بادشاه سلطان ابراهيم په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښی صدر مملكت ووئيل پاكستان او ماليزيا د ګډو اقدارو ٬ عقيدې ٬ باور او همكارۍ په بنياد د ملګرتيا نزدې اړيكې لري۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ زده كړو ٬ دفاع او كلتور په څانګو كښې همكاري پرله پسې پياوړې كيږي۔ صدر مملكت د دې باور څرګندونه وكړه چې د پاكستان او ماليزيا ترمينځه همكاري به د دواړو هېوادونو په ګټه كښې لا وده ومومي۔ ده د ماليزيا مشرتابه له د نېكو هيلو څرګندونې  كولو سره اولس له د امن ٬ پرمختګ او پرله پسې سوكالۍ دعا وكړه

مزید خبریں