اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير او د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن پروفېسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د سېنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ پارټۍ (سی ډی ډبلیو پی) غونډه وشوه په كومو كښې چې د اړان پاكستان پروګرام لاندې په مجموعي توګه د 60.259 بلین روپو ماليت منظوري وركړې شوه۔ په دې كښې د 11.714بلین روپو ماليت درې او د 48.545 بلین …
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي ډي ډبليو غونډه ٬ د اړان پاكستان پروګرام لاندې د 60.259 بلین روپو ماليت 5 پرمختيائي منصوبو منظوري

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير او د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن پروفېسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د سېنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ پارټۍ (سی ډی ډبلیو پی) غونډه وشوه په كومو كښې چې د اړان پاكستان پروګرام لاندې په مجموعي توګه د 60.259 بلین روپو ماليت منظوري وركړې شوه۔ په دې كښې د 11.714بلین روپو ماليت درې او د 48.545 بلین روپو ماليت دوه هغه لويې منصوبې شاملې دي كومې چې نور غور او منظورۍ لپاره د نېشنل اکنامک کونسل اېګزېكټو كمېټۍ (اېکنک) ته د لېږلو سپارښتنه شوې ده۔ په غونډه كښې ګلګت میډیکل و نرسنګ كالج جوړولو له د 4.924 بلین روپو منظوري وركړې شوه۔ ده ووئيل دا منصوبه په كال 2017 كښې پېل شوې وه خو د ناكافي فنډز له امله تاخير سره مخ پاتې شوه۔ سی ډی ډبلیو پی ډیفنس کمپلېکس اسلام آباد كښې د نېشنل ډیفنس پوهنتون اېف سی اېس کېمپس جوړولو له د 2.753بلین روپو منظوري وركړه۔ په غونډه كښې اوركزئي ضلع كښې زيرا څخه تر دبوري 53.4 کلومیټر سړك جوړولوله هم د 4.037بلین روپو منظوري وركړې شوه۔ سی ډی ډبلیو پی د کراچی نېبرهډ امپروومنټ پروجېكټ د 19.545بلین روپو ماليت نظر ثاني شوې منصوبه نور غور له اېكنك ته د لېږلو سپارښتنه وكړه۔ دغسې د بلوچستان سوشیو اکنامک ډوېلپمنټ پروجېکټس فیز تھری لاندې میرانی ډېم څخه تر ګوادر ټاؤن د اوبو رسولو منصوبه هم د 29 اربه روبو لګښت سره اېكنك ته د لېږلو سپارښتنه وكړې شوه۔











