وزیراعظم شهباز شریف ترک ولسمشر، حکومت او ولس له د فتح ورځې مبارکي ورکړه

اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ترک ولسمشر رجب طیب اردوان، ترک حکومت او ولس له د فتح ورځې مبارکي ورکړې ده۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل يو بيان كښې هغه وويل هغه خپل ګران ورور، ولسمشر رجب طیب اردوان، ترک حکومت او د ورور هېواد ولس ته د فتح ورځې د خوشحالو په موقع د زړه له کومې مبارکي وركوي۔ هغه ووئيل د اګست 30 …

اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ترک ولسمشر رجب طیب اردوان، ترک حکومت او ولس له د فتح ورځې مبارکي ورکړې ده۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل يو بيان كښې هغه وويل هغه خپل ګران ورور، ولسمشر رجب طیب اردوان، ترک حکومت او د ورور هېواد ولس ته د فتح ورځې د خوشحالو په موقع د زړه له کومې مبارکي وركوي۔ هغه ووئيل د اګست 30 مه نېټه د هغې تاریخي بریا یاد تازه کوي چې د غازي مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ كښې ترلاسه شوې وه او كومې چې د عصري ترکیې جمهوریت بنسټونه کېښودل۔ وزیراعظم وویل پاکستان د خپلو ترک وروڼو او خوېندو ترڅنګ د زړورتیا او ملي  عزم دې سترې او ویاړلې میراث ته درناوی وړاندې کوي۔ هغه وویل چې د پاکستان او ترکیې اړیکې د زړونو اړیکې دي، چې د ګډ ایمان، ګډ تاریخ او د پېړیو اوږدې مبارزې له امله لا پیاوړې شوې دي۔ هغه زیاته کړه چې نن دواړو هېوادونو د مکې د ګډ دفاعي تړون له لارې د خپلو تلپاتې ورورولیزو اړیکو ستراتيجيكي څرګندونه تكرار كړې ده كوم چې دواړه هېوادونه ورور مملكت سعودي عربستان سره د ګډې سلامتيا او اجتماعي دفاع په شريك مقصد كښې يو ځاې کوي۔ وزیراعظم وویل  پاكستان د دواړو هېوادونو ګډې سوكالۍ اس لامتيا لپاره تركيه په ټولو څانګو كښې دخپلو ستراتيجيكي همكارانو لا مضبوطولو په عزم ولاړ دے۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے د پاكستان او تركيه ترمينځه د ورورلۍ ملګرتيا ترې نوې نسلونو هم دا ډول روانه وساتي۔

مزید خبریں