لاهور۔29اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ته د پمز اورلګېدنې پېښې په اړه د تحقيقاتي كمېټۍ عبوري رپورټ وړاندے كړے شو۔ وزیرِ اعظم د كمېټۍ لخوا په ګوته كړی شوې 8 افسران په سمدستي توګه د معطل كولو او د هغوي خلاف د فوري كارروايۍ كولو منظوري وركړه۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې پمز …
وزيراعظم ته د پمز اورلګېدنې پېښې په اړه د تحقيقاتي كمېټۍ عبوري رپورټ وړاندې كړې شو٬ د كمېټۍ لخوا په ګوته كړی شوې 8 افسران معطل ٬ د فوجداري كارروايۍ كولو هدايت

مزید خبریں
لاهور۔29اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ته د پمز اورلګېدنې پېښې په اړه د تحقيقاتي كمېټۍ عبوري رپورټ وړاندے كړے شو۔ وزیرِ اعظم د كمېټۍ لخوا په ګوته كړی شوې 8 افسران په سمدستي توګه د معطل كولو او د هغوي خلاف د فوري كارروايۍ كولو منظوري وركړه۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې پمز كښې د اورلګېدو په پېښه د اعلی كچې غونډه وشوه۔ په غونډه کې وفاقي وزیرانو احد خان چیمه، عطا تارړ ٬ سید مصطفیٰ کمال، د تحقیقاتي کمېټۍ مشر شاهد خان، د کمېټې غړو بیرسټر نبیل اعوان ٬ مېجر جنرل (ر) خورشيد او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته د تحقيقاتي كمېټۍ عبوري رپورټ وړاندې كړې شو۔ وزيراعظم د كمېټۍ لخوا د 8 نومول شوو كسانو په فوري توګه د معطل كولو او د هغوي په ضد د كارروايۍ كولو منظوري وركړه۔ په دوئي كښې اېګزېکټو ډائرېکټر پروفیسر ډاکټر عمران سکندر، جوائنټ اېګزېکټو ډائرېکټر ډاکټر مطاهر شاہ او چوهدری ډاکټر اویس علی شاہ، د نیونیټل ډیپارټمنټ مشر پروفېسر ډاکټر سعدیه ریاض، سینئر رجسټرار ډاکټر نغم، ډاکټر نوشیله امجد، اسسټڼنټ ډائرېکټر سېکیورټی پمز عثمان، د سی ډی اے اېمرجنسی سروس ډی جی ډاکټر عبدالرحمن شامل دے۔ وزيراعظم د خپل ژوند پروا كولو پرته د كوچني بچ كوونكې نرس ته د ستاره خذمت وركولو منظوري وركړه۔ وزیرِ اعظم د ډاکټر سلمان، سی ای او- این آئی اېچ د پمز لنډ مهال اي ډي تعينات كولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې كوم كسان له خپلو چوكو څخه اخوا كړې شوي دي د هغوي په ځاې دې نوې كسان تعينات كړې شي۔ وزيراعظم د رپورټ پبلك كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل دې پېښه كښې ككړ به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ وزیرِ اعظم د تحقيقاتي كمېټۍ مشر شاهد خان او ټولو غړو مننه وكړه۔ وزيراعظم د تحقيقات له بشپړولو وروستو د تفصيلي رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو۔(اے پي پي وا ٢٢٠٩)











