د چيف آف آرمي سټاف سيد عاصم منیر د پاکستان آرډیننس فېکټري واه دوره

پېنډۍ – 29 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز ٬ فيلډ مارشل سيد عاصم منیر، نشانِ امتیاز (ملټري)، هلالِ جرات، وا کښې د پاکستان تر ټولو لوې دفاعي صنعتي کمپلېکس، پاکستان آرډیننس فېکټري (پي او اېف) دوره وكړه۔ د آئي اېس پي آر لخوا د خالي په ورځ په خبره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې د خپلې دورې په مهال فيلډ مارشل …

پېنډۍ – 29 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز ٬ فيلډ مارشل سيد عاصم منیر، نشانِ امتیاز (ملټري)، هلالِ جرات، وا کښې د پاکستان تر ټولو لوې دفاعي صنعتي کمپلېکس، پاکستان آرډیننس فېکټري (پي او اېف) دوره وكړه۔ د آئي اېس پي آر لخوا د خالي په ورځ په خبره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې د خپلې دورې په مهال فيلډ مارشل د پي او اېف د پېداواري ٬ برآمدي صلاحيت او د هېواد په دفاع كښې د صنعت د كردار جاج واغست۔ په دې موقع فيلډ مارشل ته د پي او اېف د عملیاتو بېلابېلو اړخونو او د پوځي تجهیزاتو د بېلابېلو ډولونو په کورني كچ پرمختګ او د پېداوار له لارې د ملي دفاع د پیاوړتیا په برخه کښې د ادارې د رول په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ده په ځائي توګه د تيار كړې شوې وسلې او ګوله بارود ټېست او ټرائلز مشاهده هم وكړه۔ فيلډ مارشل د ډي آئي پي آر اے آرډيننس نفاذ څخه و روستو د كارپورېټائزېشن عمل پېشرفت په اړه هم خبر كړے شو۔ آئي اېس پي آر وئيلي چې د چيف آف ډيفنس فورسز دا دوره د پاكستان د دفاع څانګه كشې په خپلو پښو اودرېدو ٬ ځائي پېداوار او تكنيكي جدت ته د ودې وركولو حوالې سره د پاكستان پوځ د عزم خرګندونه ده۔

مزید خبریں