پینډي 28 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ اړيكې رامخې ته كولو سره د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه پخوانۍ سټريټجك شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔د جمعې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد …
د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاكستان او سعودي ترمينځه پخوانۍ سټريټجك شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے

مزید خبریں
پینډي 28 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ اړيكې رامخې ته كولو سره د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه پخوانۍ سټريټجك شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔د جمعې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د سعودي عرب د ماحوليات ٬د اوبو او كركيلې وزير انجينئر عبدالرحمان عبدالمحسن الفضلي جنرل هيډ كوارټرز(جي ايچ كيو)كښې ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه ورورولۍ اړيكې رامخې ته كولو سره دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د پخوانۍ سټريټجك شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔خاص مېلمنو د سيمه ايز امن او استحكام ودې كښې د پاكستان مثبت كردار وستائېلو او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د مرستې٬په خاص توګه كركيله او د ماحولياتي پائيداري په څانګو كښې د لا زياتولو خواهش يې څرګند كړو۔











