اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال د وزیراعظم په سپارښتنه د اېم اېل-1 منصوبې روهړي نه تر ملتان سیکشن د مالي اعانت لپاره د جوړي کمېټۍ د غونډۍ مشري كولو سره ووئيل د اېم ایل-1 ریلوے لائن ښه والي، پراختيا او د نوو تقاضو له مخې روانولو ته حکومت پام لرنه كوي،د منصوبې بشپړولو لپاره …
د اېم ایل-1 ریلوے لائن ښه والي، پراختيا او د نوو تقاضو له مخې سمولو ته حکومت پام لرنه كوي،د منصوبې بشپړولو لپاره به د عمل وړ او جامع مالیاتی تګلاره وضع کولې شي۔احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال د وزیراعظم په سپارښتنه د اېم اېل-1 منصوبې روهړي نه تر ملتان سیکشن د مالي اعانت لپاره د جوړي کمېټۍ د غونډۍ مشري كولو سره ووئيل د اېم ایل-1 ریلوے لائن ښه والي، پراختيا او د نوو تقاضو له مخې روانولو ته حکومت پام لرنه كوي،د منصوبې بشپړولو لپاره به د عمل وړ او جامع مالیاتی تګلاره وضع کولې شي۔ په غونډه كښې د اېم اېل-1 منصوبې بشپړولو لپاره بيلو ذريعو څخه د مالي اعانت امکانات تفصیلی جاج واخستلے شو چې پكښې سرکاري پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډي پی)، بهرنے مالي معاونت، سرکاري و نجي شراکت داري ، ځائې تجارتی بینکونو او سرمایه مارکیټ څخه مالي وسائل ترلاسه كول شامل دي۔ کمېټۍ د منصوبې زر بشپړولو لپاره د جامع مالیاتی منصوبې په مرتب کولو هم غور وكړو۔په غونډه كښې د فرنټېئر ورکس آرګنائزیشن (ایف ډبلیو او) د اړخه د اېم اېل-1 روهړي نه تر ملتان سیکشن د شخصي سرمایه كارۍ د لارې د جوړولو تجویز هم وړاندې كړے شو۔غونډي ته ووئيل شول روهړي نه تر ملتان سیکشن په جوړولو 450 اربه روپو څخه د زيات لګښت اندازه ده۔غونډي ته د ریلوے لائن په موجودہ حالت او د هغې له امله په رامخې ته پېښو هم بریفنګ وركړے شو۔وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل د اېم اېل-1 ریلوے لائن په جدید ډول سمول او د هغې استعداد زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل اېم اېل-1 يواځې يو ریلوے منصوبه نه بلكه د پاکستان مواصلاتی ډھانچې، تجارت، صنعت او معاشی هلو ځلو ودي لپاره مهمه قامی منصوبه ده ٬ د كومي په وخت او په موثره ډول بشپړولو سره به چې هېواد كښې د تګ راتګ نظام جدید كولو له مرسته تر لاسه شي۔په غونډه كښې د اړوند وزارتونو او ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو ۔۔











