اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله صدر مملکت سردار اياز صادق بيرسټر افتخار ګيلاني له د آزاد جموں و کشمير وزيراعظم په ټاكلے كيدو مبارکي وركولو سره هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د جمعې په ورځ د مباركۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل بيرسټر افتخار ګيلاني د آزاد جموں و کشمير وزيراعظم ټاكلے كيدل د هغه په قائدانه صلاحيتونو د قانون ساز اسمبلۍ غړو …
لنډ مهاله صدر مملکت سردار اياز صادق بيرسټر افتخار ګيلاني له د آزاد جموں و کشمير په وزيراعظم ټاكلے كيدو مبارکي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله صدر مملکت سردار اياز صادق بيرسټر افتخار ګيلاني له د آزاد جموں و کشمير وزيراعظم په ټاكلے كيدو مبارکي وركولو سره هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د جمعې په ورځ د مباركۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل بيرسټر افتخار ګيلاني د آزاد جموں و کشمير وزيراعظم ټاكلے كيدل د هغه په قائدانه صلاحيتونو د قانون ساز اسمبلۍ غړو د باور څرګندونه ده۔ده هيله څرګنده كړه چې نوے وزيراعظم به خپل سياسي بصيرت، قائدانه صلاحيتونه كارولو سره رياست د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان كړي۔ده ووئيل وفاق به د آزاد جموں و کشمير پرمختګ،سوكالۍ او اولسي ښېګړي لپاره خپله بشپړه مرسته روانه ساتي، آزاد جموں و کشمير كښې د جمهوري عمل تسلسل د ستائني وړ دے۔دغسې لنډ مهاله صدر سردار اياز صادق د آزاد جموں و کشمير وزيراعظم بيرسټر افتخار ګيلاني کاميابۍ لپاره دعا اوكړه۔











