حکومت د ټيکس نظام نور هم ساده او موثره كولو او برآمدات لپاره ښه ماحول پيدا كولو له لوظي دے۔د خزاني او ريلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني کراچۍ كښې غونډې ته وينا

  کراچۍ 28 اګست  (اے پي پي) د خزاني او ريلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي حکومت تجارت له سهولت وركولو،د ټيکس نظام نور هم ساده او موثره كولو او برآمدات لپاره ښه ماحول پيدا كولو له لوظي دے۔ده دا خبره د جمعې په ورځ کراچۍ كښې  د آل پاکستان ايکسپورټرز ايسوسي اېشنز مهمو لارښودو او استازو سره د اعلیٰ پائې مشاورتي غونډه كښې وكړه۔په غونډه كښې د …

 

کراچۍ 28 اګست  (اے پي پي) د خزاني او ريلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي حکومت تجارت له سهولت وركولو،د ټيکس نظام نور هم ساده او موثره كولو او برآمدات لپاره ښه ماحول پيدا كولو له لوظي دے۔ده دا خبره د جمعې په ورځ کراچۍ كښې  د آل پاکستان ايکسپورټرز ايسوسي اېشنز مهمو لارښودو او استازو سره د اعلیٰ پائې مشاورتي غونډه كښې وكړه۔په غونډه كښې د ټيکس پاليسي، اوسني بجټ كښې د برآمد کوونكو لپاره اعلان کړي ټيکس ريليف او  برآمدي څانګي ته  د پېښو مسئلو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزير مملکت برآمد کوونكې د حکومت د ټيکس پاليسۍ او اوسني بجټ كښې برآمدي څانګي لپاره د معارفي كړي ټيکس ريليف اقدامات څخه خبر كړه ۔ده برآمد کوونكو مسئلي او تحفظات هم واوريدل او د هغې حل له ئې په ممکنه اقدامات غور وكړو۔بلال اظهر کياني ووئيل حکومت تجارت له سهولت وركولو،د ټيکس نظام نور هم ساده او موثره كولو او برآمدات لپاره ښه ماحول پيدا كولو له لوظي دے۔په غونډه كښې د هېواد لوي تجارتي او د برآمدي ادارو کاروباري لارښودو او اعلیٰ استازو ګډون وكړو۔ ګډون كوونكو كښې د پاکستان هوزري مينوفيکچررز اينډ ايکسپورټرز ايسوسي اېشن، پاکستان سي فوډ ايکسپورټرز ايسوسي اېشن، پاکستان ريډي ميډ ګارمنټس مينوفيکچررز اينډ ايکسپورټرز ايسوسي اېشن، ټاول مينوفيکچررز ايسوسي اېشن، پاکستان کاټن مينوفيکچررز ايسوسي اېشن، پاکستان کاټن فيشن ايسوسي اېشن، پاکستان بيډ ويئر ايکسپورټرز ايسوسي اېشن، پاکستان ډينم مينوفيکچررز اينډ ايکسپورټرز ايسوسي اېشن، آل پاکستان بيډ ويئر  مينوفيکچررز ايسوسي اېشن او  د نورو مهمو تجارتي تنظيمونو استازي شامل وو۔په غونډه كښې د څرمنې ، كبانو، دستانو، وريژو،ميوو و سبزو او د غوښي برآمد كوونكو ايسوسي اېشنز استازي هم شامل وو۔

مزید خبریں