د پمز روغتون پېښې به سپيځلي پلټني كولې شي،يو كس به هم سپيئر نه وي ۔ د روغتيا وفاقي وزير

  اسلام آباد 28 اګست  (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال پمز روغتون كښې د كوچنيانو په حق رسيدلو پېښه د غم دړد او افسوس څرګندوني سره ووئيل كوم هم كس به بچ نه كړې  شي ،د پېښې به سپيځلي پلټني كولې شي او د  ذمه وارو په ضد به كاروائي كولې شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پمز په پېښه د خيالاتو څرګندوني …

 

اسلام آباد 28 اګست  (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال پمز روغتون كښې د كوچنيانو په حق رسيدلو پېښه د غم دړد او افسوس څرګندوني سره ووئيل كوم هم كس به بچ نه كړې  شي ،د پېښې به سپيځلي پلټني كولې شي او د  ذمه وارو په ضد به كاروائي كولې شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پمز په پېښه د خيالاتو څرګندوني سره وفاقي وزير ووئيل دې څخه زياته كومه بله پېښه ناوړه نه شي كيدې ،بے ګناه كوچنيان سوزيدلې او په دې اړه د ډاډ وړ كوم وضاحت نشته۔ده ووئيل زه د روغتيا وفاقي وزير په حيث سره د دې معاملې ذمه واري قبلوم او د پارلمان په وړاندې ځواب وركونكے يم۔ده ووئيل د پېښې پلټني لپاره د وزيراعظم د اړخه کمېټي جوړه شوې او د هغې رپورټ په 24 ساعتو كښې متوقع دے، كه په رپورټ كښې څه كم و بېش وو نو د غړو وړاندېزونه به ضرور تر نظره ساتلې شي۔ ده واضحه كړه چې د وزيراعظم او حکومت د اړخ د كوم كس بچ كولو يا رپورټ پټولو سوال نه هم پيدا كيږي ، ’’ يو كس به هم سپيئر نه وي ‘‘۔وفاقي وزير د کمېټۍ موده تر 40 ورځو محدود ساتلو په ځائے د هغې د اوپن ساتلو تجويز ملاتړ کولو سره ووئيل د پلټنو كولو كاروائي بايد تر څو ورځي محدود ونه ساتلې شي، کمېټي دې تر هغه وخت كار وكړي تر څو چې اړوندي ادارې او پوهان په سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوي لپاره د عمل وړ تګلاري ته متفق نه شي۔ده ووئيل د روغتيا وزارت سره د تيرو 14 مياشتو اړوند معلومات او ريکارډ شته او پلټنې كونكې کمېټۍ ته ټول معلومات وركولو له چمتو دے۔

مزید خبریں