اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ سينيټر شيري رحمان پمز كښې د رامخې ته شوي پېښې بشپړه او غير جانبداره پلټنو لپاره د سېنېټ خپلواكې كمېټۍ د جوړولو غوښتني سره ووئيل كمېټۍ له دې د 30 نه تر 40 ورځو واضحه وخت كښې د پلټنو بشپړ هدف وركړے شي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پمز په پېښه خپل بحث …
د پمز پېښې په اړه په موجوده انكوائري كمېټۍ باور نه لرو۔سينيټر شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ سينيټر شيري رحمان پمز كښې د رامخې ته شوي پېښې بشپړه او غير جانبداره پلټنو لپاره د سېنېټ خپلواكې كمېټۍ د جوړولو غوښتني سره ووئيل كمېټۍ له دې د 30 نه تر 40 ورځو واضحه وخت كښې د پلټنو بشپړ هدف وركړے شي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پمز په پېښه خپل بحث كښې دي ووئيل په دې پېښه بايد سياست ونه كړے شي ٬ ځكه ډې د سياست يوه مهمه برخه د اولسي ګټو تحفظ ، احتساب او ځواب وركول دي۔دي ووئيل سېنېټ كښې د اولسي كفدات چاري پورته كول هم سياست دے او د دې مقصد مسئلې په ګوته كول او چارواكي ځواب وركوونكي ګرځول دي۔سينيټر شيري رحمان ووئيل زه پخپله د صحت وزيره پاتي شوې يم او هغه وخت ما په پمز كښې خپل او د مېړه آپريشن هم كړے ؤ۔دې ووئيل په موجوده صورتحال كښې پمز رنځورانو ته د مناسب خدمات وركولو په پوزيشن كښې نه دے او رنځوران د پينډۍ پشمول نورو روغتونونو ته منتقل كيږي،دې لپاره دې وړومبے د روغتون نظام سم كړے شي۔دې ووئيل د پمز پېښې په اړه په موجوده انكوائري كمېټي باور نه لرو،دې لپاره دې د سېنېټ په كچه جلا كمېټي جوړه كړې شي كومه چې پخپله د حقائق جاج واخلي۔دي ووئيل پلټني بايد د داسې كمېټۍ د لارې وكړې شي چې پكښې د مفادات ټكراؤ نه وي او كومه هم اداره پخپله د خپلو چارو پلټني نه كوي۔ شيري رحمان ووئيل د پمز ايمرجنسي نه د بهر وتلو اطلاعات اندیښناك دي











