پمز كښې د رامخې ته شوې پیښې  ذمه وارو په ضد به کاروائي كېږي ٬  هيڅ څوك به پرې نه ښودلې شي، د سید مصطفیٰ کمال قامي اسمبلۍ كښې بيان

    اسلام آباد۔28اګست  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفافي وزير سید مصطفیٰ کمال وئېلي دي په پاکستان انسټي ټیوټ آف میډیکل سائنسز(پمز) كښې د رامخې ته شوې  پیښې  ذمه وارو  خلاف به کاروائي كېږي  او هيڅوك به پرې نه ښودلې شي  ۔ د جمعې په وړځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې پمز هسپتال كښې په رامخې ته شوې پیښه بحث كښې ده ووئېل   پمز كښې رامخې ته پیښه ډېره …

 

 

اسلام آباد۔28اګست  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفافي وزير سید مصطفیٰ کمال وئېلي دي په پاکستان انسټي ټیوټ آف میډیکل سائنسز(پمز) كښې د رامخې ته شوې  پیښې  ذمه وارو  خلاف به کاروائي كېږي  او هيڅوك به پرې نه ښودلې شي  ۔ د جمعې په وړځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې پمز هسپتال كښې په رامخې ته شوې پیښه بحث كښې ده ووئېل   پمز كښې رامخې ته پیښه ډېره لويه پیښه ده  او  د بې ګناه ځانونو هيڅ نعم البدل نشته ،14 كوچنيان شهيدان  شوي دي او مونږ د دې ذمه واري  منو ۔ وفاقي وزیر ووئېل   وزیراعظم يوه اعلیٰ اختیاراتي  کمیټي جوړه كړې ده او ټي او آر كښې يې مهم څيزونه شامل دي ، په تېرو  24 ساعتو كښې  په دې حقله ډېر كار شوے دے   ،  ده ووئېل په شهادتونو چې پكښې ډیجیټل او ویډیو ثبوت، په موقع د شته خلقو بیانونه شامل وي  په  بنیاد به فیصله كېږي  ، د کمیټۍ  ابتدائي رپورټ به نن جمع کړے شي ۔  ده غونډې له باوري وركړو چې د پیښې  څوك هم ذمه وار وي هغه به پرې نه ښودلې شي ۔ ده ووئېل د سینیټ نه هم وړاندېزونه راغلي دي ، د قامي اسمبلۍ  او د سېنېټ د غړو يوه کمیټي پكار ده او د دغې لپاره نظام الاوقات نه دي وركول پكار ، دا یوازې د 14 كوچنيانو معامله نه ده ، ده ووئېل هر كال  پاکستان كښې  4 لاکھ زېږدونكې كوچنيان له دنيا ځي ٬ دا شمېره د ورځې 1300 جوړېږي ، مونږ له خپل كوچنيان د پیښو نه ساتل دي ۔  ده ووئېل زما   وزارت به غونډې ته ټول پكار تفصیلات وركړي ۔

مزید خبریں