خارجه وزير اسحاق ډر د برتانيې وزير مملكت اسټيفن ډوټي سره ملاقات٬ د دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په مهمو څانګو كښې د مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد  27 اګست (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار لندن كښې د برتانيې وزير مملكت اسټيفن ډوټي سره ملاقات وكړو ۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او برتانيې ترمينځه اړيكو او د شريكې خوښې په مهمو څانګو كښې د مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير …

 

اسلام آباد  27 اګست (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار لندن كښې د برتانيې وزير مملكت اسټيفن ډوټي سره ملاقات وكړو ۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او برتانيې ترمينځه اړيكو او د شريكې خوښې په مهمو څانګو كښې د مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير دوه اړخيزه اړيكو كښې د مثبت پیشرفت هركلي كولو سره سياسي٬اقتصادي او اداره جاتي روابط لا قوي كولو لپاره د پرله پسې  رابطې په اهميت زور راوړو ۔دواړو لارښودو د تجارت او سرمايه كارۍ ودې٬رامخې ته شوو څانګو كښې مرستې ته پراختيا وركولو٬موسمياتي مرستې لا قوي كولو او د كلتوري تبادلې ودې په طريقو هم خبرې وكړې۔نائب وزيراعظم په برتانيه كښې د مېشته پاكستانيانو مهم خذمات رامخې ته كولو سره د هغوي د دواړو هېوادونو ترمينځه يو مهم پل وګرځول ۔ډلو مينځني ختيز او د افغانستان صورتحال پشمول  په مهم سيمه ايز پېشرفت په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دغسې دواړو لارښودو د سيمه ايز امن و استحكام ودې لپاره مكالمې٬سفارت كارۍ او د  پرله پسې رابطو په اهميت زور راوړې۔د برتانيې وزير مملكت اسټيفن ډوټي سيمه ايز امن و د استحكام په وده كښې پاكستان مهم كردار ستائېلو سره دوه اړخيزه او سيمه ايز چارو كښې د پاكستان سره نزدې رابطې برقراره ساتلو له د برتانيې د خوښۍ پخلے وكړو۔