اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيٰی آفريدي وئېلي دي د عدالتي اصلاحات مقاصد ته عملي شكل وركولو لپاره اداره جاتي مرسته٬ د جديد ټېكنالوجۍ موثر استعمال او اولسي آسانيو كښې پرله پسې ښه والے ضروري دے٬د خېبرپښتونخوا حكومت لخوا عدالتي څانګې لپاره تر ټولو زيات بجټ بيلول د انصاف څانګې قوي كولو لپاره د صوبائي حكومت د عزم څرګندونه ده۔د سپريم كورټ د …
د كے پي حكومت عدالتي څانګې لپاره تر ټولو زيات بجټ بيلول د انصاف څانګې قوي كولو د عزم څرګندونه ده۔چيف جسټس يحيٰی آفريدي
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيٰی آفريدي وئېلي دي د عدالتي اصلاحات مقاصد ته عملي شكل وركولو لپاره اداره جاتي مرسته٬ د جديد ټېكنالوجۍ موثر استعمال او اولسي آسانيو كښې پرله پسې ښه والے ضروري دے٬د خېبرپښتونخوا حكومت لخوا عدالتي څانګې لپاره تر ټولو زيات بجټ بيلول د انصاف څانګې قوي كولو لپاره د صوبائي حكومت د عزم څرګندونه ده۔د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې چيف جسټس دا خبره د عدالتي څانګې بنيادي ډهانچې او اولسي آسانيو په اړه په اقدامات د پیشرفت جاج اغستو لپاره د راجوړې كړې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔په غونډه كښې د سپريم كورټ جج جسټس شكيل احمد٬د پیښور هائي كورټ چیف جسټس جسټس ایس ایم عتیق شاہ، د پیښور هائي كورټ ججز جسټس اعجاز انور او جسټس ارشد علي٬اېدېشنل چیف سیکرټري ترقیات ،د خېبرپښتونخوا پلاننګ سیکرټري او نورو اړوند لوړ پورو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د عدالتونو كمپليكسز سولرائزيشن٬ د اي كتابتونونو په جوړولو٬ميرمنو لپاره د سهولت مركزونو په جوړولو او د څښكلو پاكو اوبو وركولو په اړه د اقدامات جاج واغستلے شو ۔د ټاكلو هدفونو سر كولو لپاره د روان پېشرفت او صوبائي حكومت په مرسته د اطمينان څرګندونه وكړې شوه ۔چيف جسټس د خېبرپښتوخوا حكومت لخوا د عدالتي څانګې ترجيحات مخ په وړاندې بوتللو عزم ستائېلو سره ووئېل جديد بنيادي ډهانچه ٬ د ټېكنالوجۍ موثر استعمال او اولس ته د آسانۍ وركولو د لارې د انصاف ادارې د رسنې وړ٬موثره او اولس دوسته جوړولې شي۔چيف جسټس يحيٰی آفريدي ووئيل د بار د ابتدائي پړاؤ په مشاورتي عمل كښې شاملول ضرورې دي ځكه چې وكيلان د دې نظام مهم فريق او بنيادي صارفين دي۔












