اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د چين او نيپال مشرتابه او اولس سره د هغوي په سرحدي سيمو كښې د ناڅاپي راغلي تباهۍ كونكې سيلاب او خاورو كمرو لوېدو په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔د زيارت په ورځ په ايكس خپل بيان كښې صدر مملكت ووئيل قيمتي بشري زيان ډېر لوي زيان دے او په …
صدر مملكت آصف علي زرداري چين او نيپال كښې د سيلاب او خاورو كمرو لوېدلو څخه په ځاني زيان د غم رازۍ څرګندونه وكړه
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د چين او نيپال مشرتابه او اولس سره د هغوي په سرحدي سيمو كښې د ناڅاپي راغلي تباهۍ كونكې سيلاب او خاورو كمرو لوېدو په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔د زيارت په ورځ په ايكس خپل بيان كښې صدر مملكت ووئيل قيمتي بشري زيان ډېر لوي زيان دے او په لويه شمېره كښې د خلقو تراوسه بې دركه كېدل يو لويه پیښه ده۔ده ووئيل پاكستان د دې غم په سخت وخت كښې خپلو چينائي او نيپالي وروڼو او خوئېندو سره په دړد كښې برابر شريك دے۔ده په سختو حالاتو كښې د مرستې ٬ لټون او ژغورلو كاروائيو كښې د بوښتو ډلو مړانې او جذبې ته پيرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل پاكستان د مرستې په هلو ځلو كښې د هر ممكنه مرستې لپاره چمتو دے۔صدر مملكت ووئيل زمونږ همدردۍ او دعاګانې د غم جنو كورنيو سره دي۔دغسې صدر مملكت د بې دركه كسانو لپاره هم دعا وكړه۔












