د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګوجرانواله كښې د ريجنل پاسپورټ آفس ناڅاپي دوره٬ د ټولې عملې په سمدستي توګه د چوكو څخه د اخوا كولو امر

  ګوجرانواله  27 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ګوجرانواله كښې د ريجنل پاسپورټ آفس ناڅاپي دوره وكړه چرته چې هغه د ټاكلي وخت څخه وړاندې د دفتر په بندېدو٬د كارمندانو  په غېر حاضرۍ او وګړو ته د آسانيو په نه وركولو د خشم څرګندونې سره د ټولې عملې په سمدستي توګه د چوكو څخه د اخو كولو امر وكړو ۔د دورې په مهال دا هم …

 

ګوجرانواله  27 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ګوجرانواله كښې د ريجنل پاسپورټ آفس ناڅاپي دوره وكړه چرته چې هغه د ټاكلي وخت څخه وړاندې د دفتر په بندېدو٬د كارمندانو  په غېر حاضرۍ او وګړو ته د آسانيو په نه وركولو د خشم څرګندونې سره د ټولې عملې په سمدستي توګه د چوكو څخه د اخو كولو امر وكړو ۔د دورې په مهال دا هم تر نظره شوه چې پاسپورټ دفتر ته د وګړو داخله بنده وه او د لرې پرتو سيمو څخه راغلې سائلين د دروازې څخه بيرته ستنولې شول ۔د حكومت له اړخه د كار وخت تر مازيګر څلور  نيمو بجو مقرر ؤ خو ماسپخښين 4 بجې دفتر بند ؤ او د صفائۍ كار كېدلو او دفتر خالي پروت ؤ ۔دغسې د  كورنيو چارو وفاقي وزير ته د  پوښتنې په موقع  شته عمله كښې يو اهلكار هم بشپړ ځواب ورنه كړے شو۔د كورنيو چارو وزير مسحن نقوي په دې مهال د سخت خشم كولو سره ووئېل چې دفتري وخت تر څلور نيمو بجو دے نو څلور بجې  ژندرې ولې لګولې شوي؟عمله وركه ده٬ د دفتر په بندولو صفائيانې كيږي او اولس د بهر څخه ستنولې شي٬ولې د اولس سهولت دفترونه په داسې ډول چليږي؟۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي واضحه كړه چې وګړو ته بنيادي خذمات وركولو كښې به كومه بې غوري برداشت نه كړې شي۔ده هدايت وكړو چې سركاري فرائض څخه او د اولس په خذمت كښې د بې غورۍ  كوونكو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي۔