د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د برتانيې خارجه وزير ايډ ملي بينډ سره د پلاوي په كچه خبرې

  اسلام آباد 27 اګست  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د برتانيې سرکاري دورې په مهال د زيارت په ورځ لندن كښې د برتانيې خارجه وزير ايډ ملي بينډ سره د پلاوي په كچه خبرې اترې وكړې۔ډلو د پاکستان او برتانيې ترمينځه د دوه اړخيزه اړېكو د ټولو چارو جاج واخست او د دواړو هېوادونو خارجه وزارتونو ترمينځه  رسمي خبرو اترو لپاره ئې …

 

اسلام آباد 27 اګست  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د برتانيې سرکاري دورې په مهال د زيارت په ورځ لندن كښې د برتانيې خارجه وزير ايډ ملي بينډ سره د پلاوي په كچه خبرې اترې وكړې۔ډلو د پاکستان او برتانيې ترمينځه د دوه اړخيزه اړېكو د ټولو چارو جاج واخست او د دواړو هېوادونو خارجه وزارتونو ترمينځه  رسمي خبرو اترو لپاره ئې يوې منظمې تګلارې جوړولو ته اتفاق وكړو چې ترمخه به ئې د مرستي د ټولو څانګو احاطه کولې شي،دوه اړخيزه اړيكي به لا مستحکمولې شي او مهمو څانګو كښې د پيش رفت به جاج اخستلے شي۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت نه جاري شوي بيان له مخې دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په چارو د  اعلیٰ پائې رابطو او  د نزدې رابطه کارۍ په اهميت زور راوړو او د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو پشمول يې  د مينځني ختيز په بدله شوې وضعه ئې د خيالاتو څركندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير هغه په سيمه كښې د پاکستان سفارتي او د ثالثۍ هڅو او د رابطو د لارې ترلاسه پيش رفت نه خبر كړو۔د برتانيې خارجه وزير ايډ ملي بينډ مينځني ختيز كښې د خبرو ، سفارت کارۍ او استحکام ودې لپاره د پاکستان رغنده کردار او د سهولت کارۍ هڅي وستائيلي۔خبرو كښې د سندھ طاس لوظ نامې په اړه  په پيش رفت او د سيمي په امنيتي وضعه هم خبرې وشوي۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د افغان خاوري څخه د رامخې ته شوو ترهه ګرۍ خطرو او افغانستان څخه د فعاله ترهه ګرو ډلو د اړخه د پاکستان امن و سلامتيا ته په پېښو خطرو د اندېښنې څرګندونه وكړه۔ډلو سيمه او دې څخه بهر امن، استحکام او  دج مرستي ودې لپاره د پرله پسي رابطو په اهميت زور راوړو۔دواړو خارجه وزيرانو د  پاکستان او برتانيې ترمينځه اړېكو او اولسي رابطو لا قوي كولو له د پاکستانو وګړو مهم كردار اومنلو۔

 

مزید خبریں