اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت مالياتي نظم و ضبط، ډھانچه جاتي اصلاحات ، تل پاتي سرمايه کاري او د شخصي څانګي په مشر تابه كښې د پرمختګ او نمو لپاره ښه ماحول پيدا کولو ته پام لرنه كوي،د سعودي سرمايه کارو په پاکستان كښې سرمايه کارۍ له خوښي د ستائني وړ ده، حکومت هېواد كښې …
پاکستان كښې د سعودي سرمايه کارو خوښي لرل د ستائني وړ ده،هېواد كښې د سرمايه کارۍ زياتولو لپاره به سرمايه کارو له آسانۍ وركولې شي ۔ د خزاني وزير محمد اورنګزيب د سعودي آسياد ګروپ پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت مالياتي نظم و ضبط، ډھانچه جاتي اصلاحات ، تل پاتي سرمايه کاري او د شخصي څانګي په مشر تابه كښې د پرمختګ او نمو لپاره ښه ماحول پيدا کولو ته پام لرنه كوي،د سعودي سرمايه کارو په پاکستان كښې سرمايه کارۍ له خوښي د ستائني وړ ده، حکومت هېواد كښې سرمايه کاري زياتولو لپاره سرمايه کارو ته آسانۍ وركوي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د سعودي عرب آسياد ګروپ چيف ايګزيکټو آفيسر او وافي انرجي پاکستان لميټډ بورډ آف ډائريکټرز چيئرمېن غسان احمد آمودي سره ملاقات كښې وكړه۔په دې موقع د ګروپ چيف فنانشل آفيسر او وافي انرجي پاکستان لميټډ بورډ ممبر جاويد اختر، وافي انرجي پاکستان لميټډ چيف ايګزيکټو آفيسر زبير شيخ او وافي انرجي پاکستان لميټډ کارپوريټ و حکومتي اړيكو ډائريکټر عمران حسين قريشي هم موجود وو۔ملاقات كښې د ګروپ د اړخه پاکستان كښې سرمايه کاري، لا زياتولو منصوبو او په مهمو څانګو كښې د نوو سرمايه کارۍ موقعو پيدا كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې د حکومت په پراخه نجکارۍ هڅو راپيدا شوې موقعې هم شاملې دي۔ غسان آمودي پاکستان د اوږدې مودې سرمايه کارۍ يو مهم منزل ګرځولو سره د ګروپ د عزم پخلے وكړو او هېواد كښې ئې په خپلو تجربو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده د سعودي عرب څخه بهر د ګروپ سرمايه کارۍ پورټ فوليو كښې د پاکستان اهميت رامخې ته كړو او پاکستان كښې د خپلې موجوده سرمايه كارۍ لا زياتولو منصوبو څخه يې هم خبر كړو۔د خزاني وزير پاکستان كښې د سعودي سرمايه کارو د پرله پسې خوښې لرلو هركلے وكړو او د نجکارۍ روان عمل د لارې په پيدا شوو نوو موقعو ئې رڼا واچوله۔سينيټر محمد اورنګزيب د پاکستان اسټريټجکي چاپېر چل او تر سيمه ايزو منډيانو رسني لپاره د يو ګيټ وے په توګه د دې صلاحيت و اهميت هم رامخې ته كړو۔ ده ووئيل حکومت د نجي څانګي پرله پسې مرسته او ډاډګيرنه كوي دغسې چې د عمل وړ موقعې په ګوته كړې شي او د سرمايه کاري په عملي منصوبو بدلې كړې شي۔ غسان آمودي د حکومت سره پرله پرسې رابطې وستائيلي او په پاكستان كښې د نوري سرمايه كارۍ لپاره ئې د آسياد ګروپ د عزم پخلے وكړو۔ده د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د اقتصادي او تجارتي شراکت دارۍ لا قوي كولو له د عزم څرګندونه هم وكړه۔











