د وفاقي وزير قيصر احمد شيخ  د فري ميډيكل كيمپ دوره٬د اولس خذمت٬تعليم٬معيشت او د سرمايه كارۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پي پي)د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د چنيوټ  عاصيان سيمه كښې د انجمن اسلاميه٬اسلاميه چنيوټ روغتون تر سيوري لاندې لګولي شوي فري ميډيكل كيمپ دوره وكړه۔ده د بيلو څانګو څارنه وكړه او رنځورانو ته د وركړے كېدونكو طبي آسانيو يې جاج واخسته۔ډاكټرانو٬ ده د پيرا ميډيكل اسټاف او رضا كارو خذمت وستائېل او د رنځورانو تپوس پوښتنه يې وكړه۔ …

 

اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پي پي)د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د چنيوټ  عاصيان سيمه كښې د انجمن اسلاميه٬اسلاميه چنيوټ روغتون تر سيوري لاندې لګولي شوي فري ميډيكل كيمپ دوره وكړه۔ده د بيلو څانګو څارنه وكړه او رنځورانو ته د وركړے كېدونكو طبي آسانيو يې جاج واخسته۔ډاكټرانو٬ ده د پيرا ميډيكل اسټاف او رضا كارو خذمت وستائېل او د رنځورانو تپوس پوښتنه يې وكړه۔ دغې نه پس يې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ووئيل پاكستان كښې نزدې 10 كروړ كسان د غربت ته نزدې يا د دې لاندې ژوند تېروي٬په داسې حالات كښې شتمندو او د خېرښېګړې ادارو لخوا وړيا طبي آسانۍ وركول د ستائنې وړ خذمت دے۔ده ووئيل زه داسې فري ميډيكل كيمپونو ته په تللو  او د اولس ترمينځه په وخت تېرولو خوشحالېږم ٬ په داسې وخت كښې مې ګرمي او نه يخښني كيږي ځكه چې د ماشوم والي نه سماجي خذمت زما د ژوند برخه پاتې شوې۔ ده وئوېل دا زما كمال نه دے بلكې دا د لوي څښتن توفيق دے چې زه د دړدېدلې انسانيت خذمت وكړم۔