اسلام آباد / نوم پنهه 27 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني دويم بين الپارليماني سپيکرز کنفرنس (آئي ايس سي) كښې شريكو ټولو سپيکرانو او پلاوي سره د کمبوډيا سېنېټ صدر سامديك موها بورور تھپادي هن سين سره د خيرسګالۍ ملاقات وكړو۔د سېنېټ سيکرټريټ له مخې د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د کنفرنس په كوربتوب د کمبوډيا سېنېټ …
د سېنېټ چيئرمېن په مشرۍ كښې د آئي اېس سي پلاوي د کمبوډيا سېنېټ صدر سره ملاقات، نړيوال امن لپاره په مؤثره پارليماني سفارت کارۍ زور
اسلام آباد / نوم پنهه 27 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني دويم بين الپارليماني سپيکرز کنفرنس (آئي ايس سي) كښې شريكو ټولو سپيکرانو او پلاوي سره د کمبوډيا سېنېټ صدر سامديك موها بورور تھپادي هن سين سره د خيرسګالۍ ملاقات وكړو۔د سېنېټ سيکرټريټ له مخې د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د کنفرنس په كوربتوب د کمبوډيا سېنېټ مننه وكړه او د بين الپارليماني مکالمې ودې لپاره ئې د سامديك هن سين قيادت او هڅي وستائېلي۔آئي اېس سي ګډون كوونكو ته وينا كښې د سېنېټ چيئرمېن د نړيوال امن ودې او د زياتو شوو نړيوالو چيلنجونو مخنيوي له مؤثره پارليماني سفارت کارۍ، شريكو اقداماتو او د نړيوال قانون پاسدارۍ ته اړتيا ده۔ده ووئيل نړۍ دا مهال وسله والو شخړو، جغرافيائي سياسي تاؤ ترېخوالي، معاشي غير يقينۍ، ترهه ګرۍ او د موسمياتي بدلون زياتو شوو اثراتو پشمول ګڼو بحرانونو سره مخ ده ، په داسې وخت كښې شريكه مکالمه او نړيواله مرسته د وړاندې څخه زياته مهمه شوې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل آئي اېس سي بايد يو داسې مؤثر پليټ فارم جوړ شي چرته چې پارليمانونه د شريكې مکالمې، اتفاقِ او مرستي د لارې د شخړو امناكه هواري كښې خپل کردار ترسره كړي۔












