لاهور 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اېف آئي اے زونل آفس لاهور دوره وكړه او په خاص غونډه كښې ئې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اېف آئي اے زونل آفس د اپ ګريډيشن پراجيکټ، د انساني قاچاق، حواله هنډۍ او د جرائم پيشه ډلو په ضد د کارروائيو پشمول د نورو چارو جاج واخستلے شو۔د اېف آئي اے وياند له مخې …
د كورنيو چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اېف آئي اے په زونل آفس لاهور كښې غونډه ٬ انساني قاچاق، حواله هنډۍ او د جرائم پيشه ډلو په ضد د کارروائيو جاج واخستلے شو
لاهور 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اېف آئي اے زونل آفس لاهور دوره وكړه او په خاص غونډه كښې ئې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اېف آئي اے زونل آفس د اپ ګريډيشن پراجيکټ، د انساني قاچاق، حواله هنډۍ او د جرائم پيشه ډلو په ضد د کارروائيو پشمول د نورو چارو جاج واخستلے شو۔د اېف آئي اے وياند له مخې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د اېف آئي اے زونل آفس د اپ ګريډيشن پراجيکټ د پيش رفت جاج واخست او د منصوبې زر تر زره بشپړولو سپارښتنه ئې وكړه۔ده انساني قاچاق او حواله هنډۍ كښې د ككړې مافيا په ضد د موثره کارروائي کولو احکامات جاري کولو سره ده ووئيل انساني قاچاق او د حواله هنډۍ مافيا ټول چين دې د قانون په ګرفت كښې راوستلے شي۔محسن نقوي ووئيل جرائم پيشه ډلې په ضد بشپړ کريك ډان د اېف آئي اے ذمه واري ده،په دې لړ كښې بايد عملي نتيجې رامخې ته شي۔د اېف آئي اے افسرانو او عملې له هر ممکن سهولتونه او وسائل وركوو او نور به هم وركولې شي۔په غونډه كښې د هېواد په هوائي ميدانونو د اميګريشن کاونټرز د پخوانو کيمرو د بدلولو پريكړه هم وشوه دغسې تر ټولو جديد ټيکنالوجي لرونكو کيمرو د لګولو اصولي منظوري هم وركړې شوه۔په غونډه كښې د اېف آئي اے ډي جي ، ډائريکټر اېف آئي اے زونل آفس لاهور او د هر سرکل انچارجز ګډون وكړو۔












