اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په بنوں كښې د ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئني وړاندې كولو سره وئيلي دي فتنه الهندوستان او د فتنه الخوارج پشمول په غير ملکي سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو خاتمه د قامي سلامتيا او تل پاتي امن لپاره ضروري ده۔د زيارت په ورځ د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې صدرِ …
صدرِ مملکت په بنوں كښې د ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائي د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په بنوں كښې د ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئني وړاندې كولو سره وئيلي دي فتنه الهندوستان او د فتنه الخوارج پشمول په غير ملکي سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو خاتمه د قامي سلامتيا او تل پاتي امن لپاره ضروري ده۔د زيارت په ورځ د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې صدرِ مملکت ووئيل پاکستان به د ترهه ګرۍ لعنت څخه پاكولې شي۔ده ووئيل قام د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوونكو ادارو په پيشه وره صلاحيتونو او کاميابيو وياړي۔












