د وزيراعظم شهباز شريف نيپال كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ پېښو له امله په ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد څرګندونه

اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د نيپال په راسووا ضلع او نورو سيمو كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله په رامخې ته شوي ځاني زيان او په لويه كچه شوې تباهۍ د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ په اېكس يو بيان كښی وزيراعظم ووئيل د نيپال په راسووا ضلع او نورو سيمو كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ …

اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د نيپال په راسووا ضلع او نورو سيمو كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله په رامخې ته شوي ځاني زيان او په لويه كچه شوې تباهۍ د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ په اېكس يو بيان كښی وزيراعظم ووئيل د نيپال په راسووا ضلع او نورو سيمو كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله په رامخې ته شوي ځاني زيان او په لويه كچې شوې تباهۍ ماته زيات خفګان شوے دے۔ ده ووئيل زما خواخوږۍ ځپليو كورنيو سره دي۔ ده ووئيل پاكستان په دې سخت وخت كښې د نيپال حكومت او اولس سره د بشپړ يووالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل منوږ په ځپليو سيمو كښې د ټولو وګړو سلامتيا او خېريت له لاس په دعا يوو۔