د وزيراعظم په هدايت پمز روغتون كښې د اور لګېدو پېښې پلټنو له د لوړې كچې انكوائري كمېټي جوړه كړې شوه ٬ نوټيفيكېشن جاري

اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت پمز روغتون كښې د اور لګېدو پېښې پلټنو له د لوړې كچې انكوائري كمېټي تشكيل كېدو نوټيفيكېشن جاري كړې شو، ریټائرډ وفاقی سېکرټری شاهد خان به د انكوائري كمېټۍ چيئرمېن او مېجر جنرل (ر) ډاکټر خورشید اُترا، ډاکټر بېرسټر نبیل احمد اعوان او ډپټی کمشنر اسلام آباد به غړي وي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د …

اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت پمز روغتون كښې د اور لګېدو پېښې پلټنو له د لوړې كچې انكوائري كمېټي تشكيل كېدو نوټيفيكېشن جاري كړې شو، ریټائرډ وفاقی سېکرټری شاهد خان به د انكوائري كمېټۍ چيئرمېن او مېجر جنرل (ر) ډاکټر خورشید اُترا، ډاکټر بېرسټر نبیل احمد اعوان او ډپټی کمشنر اسلام آباد به غړي وي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په نوټيفيكېشن كښې د كمېټۍ ټرمز آف رېفرنس جاري كړې شوي دي۔ كمېټي به د پېښې د سبب او د پېښی د ټائم لائن تعين كوي۔ کمېټي به د روغتون د عملې او د فائر برېكګېډ ٬ رېسکیو 1122  په شمول د بېلو ادارو د بېړني رد عمل او مرستې كارروائيو جاج اخلي۔ د نوې زېږېدلې منتقلۍ او په خاص توګه د هائی رسک كوچنيانو ويستلو حوالې سره په بېړني اېس او پيز د عملدرآمد جاج به هم اخستلې شي۔ په پیښه كښې د كوم وګړي د ذمه ارۍ او غفلت تعين كولو سره به نور ذمه وار كسان په ګوته كولې شي۔ كمېټي به سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوي لپاره د ضروري اصلاحاتو سفارشات وړاندې كوي۔ كمېېټي به په 48 ساعتونو كښې د فوري نوعيت په سفارشاتو مشتمل عبوري رپورټ وزيراعظم ته وړاندې كوي۔ كمېټي به د پېښې په بشپړه پلټنيو او د عمل وړ په سفارشاتو مشتمل رپورټ 5 ورځو كښې دننه وزيراعظم ته وړاندې كوي۔ د قامي روغتيا  وزارت ته د انكوائري كمېټۍ نوټيفائي كولو او مرستې هدايت شوے دے۔