اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئلي دي چې د نبي كريم (ص) پاك سيرت زمونږ لپاره د ژوند بشپړ ضابطه حيات دې ٬ د هغوي ټول ژوند د رحمت ٬ مينې ٬ زغم ٬ معاف كولو او ښكلې اخلاقو عملي نمونه ده٬ نن زمونږ ځوان كول د يو داسې دور څخه تېرېږي په كوم كښې چې هغه فكري ٬ اخلاقي ٬ ټولنيز او …
د نبي كريم (ص) پاك سيرت زمونږ لپاره بشپړه ضابطه حيات دې ٬ د هغوي ټول ژوند د رحمت ٬ مينې ٬ زغم ٬ معاف كولو او ښكلې اخلاقو عملي نمونه ده: سردار يوسف
اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئلي دي چې د نبي كريم (ص) پاك سيرت زمونږ لپاره د ژوند بشپړ ضابطه حيات دې ٬ د هغوي ټول ژوند د رحمت ٬ مينې ٬ زغم ٬ معاف كولو او ښكلې اخلاقو عملي نمونه ده٬ نن زمونږ ځوان كول د يو داسې دور څخه تېرېږي په كوم كښې چې هغه فكري ٬ اخلاقي ٬ ټولنيز او ډيجيټل چېلنجونو سره مخ دي ، سوشل میډیا، بې مقصد مواد ، عدم برداشت ، مادہ پرستی او بېل منفي رجحانات زمونږ د نوي نسل په شخصيت او سوچ اثرانداز كيږي ، پاك سيريت په داسې چاپېريال كښې زمونږ ځوانانو لپاره تر ټولو غوره لارښودنه كوي٬ په ننۍ ورځ به مونږ له دا لوظ كول وي چې مونږ به خپل ژوند د نبي كريم (ص) د ښكلې نمونې له مخې كولو هڅه كوو۔ وفاقي وزير د شورو په ورځ په كنونشن سنټر اسلام آباد كښې د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې نړيوال سېرت كنفرنس ته خطاب كولو۔ د كنفرنس سرخط’’ د نوي كول تحفظ ٬ تعمير او كردار د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې‘‘ و۔ وفاقي وزير د استقباليې خطبه كښې ووئيل ريبع الاول مسلمانانو لپاره يوه مباركه مياشت ده۔ په دې مياشت كښې نبي علېه السلام دنيا ته تشريف راوړو۔ هر كال سيرت النبي كنفرنس كولې شي كوم چې د دې مياشتې اهميت په ډاګه كولو يوه هڅه ده۔ ده ووئيل كومو كسانو چې د كتابونو ٬ نعتيه كلام او تحقيقي مقالو په قومي مقابله كښې پوزيشن ترلاسه كړو دا انعامونه د هغوي د علمي او ادبي هڅو اعتراف دے۔ وفاقي وزير وويل په نني مبارك مجلس كښې به مونږ له دا عهد كول وي چې مونږ به خپل ژوند د نبي كريم (ص) د ښكلې نمونې له مخې كولو هڅه كوو۔ پروردګار ته لاس په دعا يوو چې هغه مونږ ته د قرآن او سنت له مخې د ژوند تېرولو توفيق راكړي ، زمونږ هېواد قائم او دائم وساتي ٬ ددې د پولو حفاظت وفرمائي او مونږ ته د خپل وطن پرمختګ او سوكالۍ له اخلاص سره د كار كولو وس راكړي۔











