اسلام آباد۔26اګست (اے پی پی) په پمز روغتون كښې د اور لګېدنې پیښې په نتيجه كښې 14 كوچنيان سوځېدلي دي۔ دې ځاې څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې اور د پمز روغتون اېم سي اېچ وارډ په درېم منزل كښې لګېدلے و۔ د اور لګېدنې خبر ترلاسه كېدو سره سمدستي رېسكيو ډلې موقعې ته ورسېدې۔ د مرستې په عملیاتو کښې د اور وژنې ادارې 6 ګاډو او 4 امبولانسونو …
په پمز روغتون کښې د اورلګېدنې پېښه كښې 14 كوچنيان وسوځېدل
اسلام آباد۔26اګست (اے پی پی) په پمز روغتون كښې د اور لګېدنې پیښې په نتيجه كښې 14 كوچنيان سوځېدلي دي۔ دې ځاې څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې اور د پمز روغتون اېم سي اېچ وارډ په درېم منزل كښې لګېدلے و۔ د اور لګېدنې خبر ترلاسه كېدو سره سمدستي رېسكيو ډلې موقعې ته ورسېدې۔ د مرستې په عملیاتو کښې د اور وژنې ادارې 6 ګاډو او 4 امبولانسونو برخه واخیسته۔ د ژغورنې ادارې د چارواکو د وېنا له مخې په اور په سمدستي توګه قابو موندلو سره كوچنيان آئي سي يو ته شفټ كړې شول۔ په پیښه كښې په مجموعي توګه 14 كوچنيان په حق ورسېدل۔ د پېښې پلټنيو له د اېډينشل ډپټي كمشنر جنرل په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې شوه كومه به چې د اور لګېدو علت تعين كو۔ آئي جي اسلام آباد او د ضلعي انتظاميې اعلی چارواكي هم د پښې ځاې ته ورسېدل۔











