اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی)وزیرِاعظم شهباز شریف د عید میلاد النبي ﷺ مبارکې موقعې په مناسبت پاکستاني اولس او ګردې اسلامي نړۍ ته مبارکي ورکړې ده۔ د شورو په ورځ په ټولنیزه شبکه اېکس خپل يو پېغام كښې وزیرِاعظم وویل د عید میلاد النبي ﷺ د مبارکې موقعې په مناسبت د پاکستان اولس او ټولې اسلامي نړۍ ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو۔ هغه وویل زمونږ د ګران …
د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفیٰ ﷺ مبارک ژوند او لارښوونې ټول بشریت لپاره د هدایت تلپاتې سرچینه ده: وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی)وزیرِاعظم شهباز شریف د عید میلاد النبي ﷺ مبارکې موقعې په مناسبت پاکستاني اولس او ګردې اسلامي نړۍ ته مبارکي ورکړې ده۔ د شورو په ورځ په ټولنیزه شبکه اېکس خپل يو پېغام كښې وزیرِاعظم وویل د عید میلاد النبي ﷺ د مبارکې موقعې په مناسبت د پاکستان اولس او ټولې اسلامي نړۍ ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو۔ هغه وویل زمونږ د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفیٰ ﷺ مبارک ژوند او لارښوونې د ټول بشریت لپاره د هدایت تلپاتې سرچینه ده، كوم چې مونږ ته د رحم، عدالت، زغم، یووالي او د نورو د خدمت درس راکوي۔ هغه وویل چې نن بايد عزم وكړو چې د سیرت النبي ﷺ په رڼا کښې به خپل کردار او ټولنیز چلند روښانه کوو او د یوه سولهییز او سوكاله پاکستان لپاره به په ګډه کار کوو.











