د فتنه الهندوستان ترهه ګرو  د بلوچستان د ترقۍ  خلاف اولس دښمنه  تګلاره يو وارې بيا بے نقابه شوه  ، 5  غیرمقامي مزدوران شهیدان كړے شول

  اسلام آباد۔25اګست  (اے پي پي)د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو د بلوچستان د ترقۍ خلاف د اولس دښمنه تګلاره يو وارې بيا بې نقابه شوه  ، د تجارت په غرض سرانان بلوچستان ته تللي 5 غیر مقامي مزدوران  فتنہ الهندوستان په بے دردۍ سره شهیدان كړل  ۔ د ابتدائي اطلاعات تر مخه  5غیر مقامي مزدوران  سرانان ته د ميوو  د تجارت په غرض تللې وو كوم چې د فتنہ الهندوستان …

 

اسلام آباد۔25اګست  (اے پي پي)د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو د بلوچستان د ترقۍ خلاف د اولس دښمنه تګلاره يو وارې بيا بې نقابه شوه  ، د تجارت په غرض سرانان بلوچستان ته تللي 5 غیر مقامي مزدوران  فتنہ الهندوستان په بے دردۍ سره شهیدان كړل  ۔ د ابتدائي اطلاعات تر مخه  5غیر مقامي مزدوران  سرانان ته د ميوو  د تجارت په غرض تللې وو كوم چې د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو  ووژل  ۔ د فتنہ الهندوستان ترهه ګر  د بلوچستان امن و امان په تباہ كولو  معاشي ترقۍ كښې خنډان راولاړول غواړي  ۔ تجارتي هلو ځلو ، ټرانسپورټ او په ترقیاتي منصوبو بريدونه د بلوچستان اولس د  روزګار او  معاشی موقعو  نه د  محرومولو سازش دے  ۔د  فتنہ الهندوستان  ترهه ګرو د دې نه وړاندې هم   بې ګناه وګړي په نخښه  كولو سره سيمه كښې د يرې ترخې خورولو هڅه كړې وه  ۔ د پوهانو تر مخه د بلوڅ  اولس تش د نامې د حقونو علمبردار د دښمن  په تګلاره عمل كولو سره  بلوچستان پسماندہ ساتل غواړي