د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د المان سفير انا ليپل ملاقات

  اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د نهې په ورځ په پاكستان كښې د المان سفير انا ليپل ملاقات وكړو ٬د المان سفير د موډيز لخوا د پاكستان خپلواكه كريډټ ريټنګ كښې په اوسني ښه والي د خزانې وزير له مباركي وركړه۔د المان سفير  د سيمه ايزو جغرافيائي و تزويراتي چېلنجونو باوجود د پاكستان معاشي صورتحال كښې شوے پیشرفت …

 

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د نهې په ورځ په پاكستان كښې د المان سفير انا ليپل ملاقات وكړو ٬د المان سفير د موډيز لخوا د پاكستان خپلواكه كريډټ ريټنګ كښې په اوسني ښه والي د خزانې وزير له مباركي وركړه۔د المان سفير  د سيمه ايزو جغرافيائي و تزويراتي چېلنجونو باوجود د پاكستان معاشي صورتحال كښې شوے پیشرفت وستائېلو او وې وئېل  كريډټ ريټنګ كښې ښه والے  د پاكستان معاشي سباؤن او د اصلاحات په اقدامات د زيات شوې باور عكاسي كيږي۔د خزانې وزيرې په خاص توګه د كلي معيشت استحكام په اړه په اوسني پېشرفت رڼا اچولو سره ووئېل د هېواد د زرمبادله پنګو كښې ښه والے راغلے دے٬حكومت مالياتي نظم و ضبط په ځاې ساتلو لپاره پرله پسې اقدامات كوي۔ده ووئيل د حكومت پام معاشي استحكام په ځائے ساتلو ٬ډهانچه جاتي اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو او سرمايه كارۍ او كاروباري هلو ځلو لپاره سازګار ماحول پیدا كولو ته دے۔په ملاقات كښې په پاكستن كښې د كار كوونكو د المان ګڼو كمپنو په چارو او كاروباري ماحول ښه كولو په امكانات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع د المان سفير انا ليپل د پاكستان معاشي استحكام او ډهانچه جاتي اصلاحات لپاره د حكومت هڅې وستائېلې او پاكستان سره دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې لا قوي كولو له يې د المان د پرله پسې خوښۍ پخلے وكړو۔هغه د المان او پاكستان كمپنو ترمينځه كاروباري روابط او د مرستې زياتولو ملاتړ هم وكړو۔د المان سفير د خزانې وزير ته 19م آسيائي پيسيفك كنفرنس آف المان بزنس كښې د ګډون بلنه هم وركړه كوم به چې سږ كال د سوئېلي كوريا پايه تحت سيئول كښې كيږي۔د كنفرنس مقصد كاروباري او سياسي لارښودو ته مكالمې لپاره يو پليټ فارم وركول او د اروپا تر ټولو لوي معيشت المان او انډو پيسيفك منطقې ترمينځه اقتصادي اړيكو ته وده وركول دي۔په ملاقات كښې د پاكستان او المان ترمينځه نزدې رابطې په ځاې ساتلو ٬ د اقتصادي مرستې نوو موقعو لټولو او دوه اړخيزه كاروباري روابط لا مستحكمولو له د شريك عزم پخلے وشو