اسلام آباد۔25اگست (اے پي پي )د افغان طالبان رجیم لخوا د ترهه ګرو تنظیمونو پرله پسې د پټې پنا مرستې له امله نړيوال تشویش هغسې برقرار پاتي دے ۔ تفصیلات تر مخه د قابض طالبان رجیم په بدتره دور كښې افغانستان د سيمه ايزو او نړيوالو ترهه ګرو نیټ ورکس مركز جوړ ګړځېدلے د ے ۔ د امریکی جریدہ سائوتھ ایشیا جرنل تر مخه افغانستان كښې د فتنہ الخوارج، …
د افغان طالبان رجیم لخوا د ترهه ګرو تنظیمونو پرله پسې مرسته ، په نړيواله كچه تشویش هغسې برقرار دے
اسلام آباد۔25اگست (اے پي پي )د افغان طالبان رجیم لخوا د ترهه ګرو تنظیمونو پرله پسې د پټې پنا مرستې له امله نړيوال تشویش هغسې برقرار پاتي دے ۔ تفصیلات تر مخه د قابض طالبان رجیم په بدتره دور كښې افغانستان د سيمه ايزو او نړيوالو ترهه ګرو نیټ ورکس مركز جوړ ګړځېدلے د ے ۔ د امریکی جریدہ سائوتھ ایشیا جرنل تر مخه افغانستان كښې د فتنہ الخوارج، داعش خراسان او القاعدہ پشمول مختلف عسکریت خوښو ډلو فعاليتونه هغسې روان دي ، د بېلا بېل نظریات لرونكې عسکریت خوښې ډلې افغانستان كښې د وسلې ، تربیي او سهولت کارۍ د شريك نیټ ورکس څخه ګټه پورته كوي ۔ پاکستان څو وارې د فتنہ الخوارج د افغانستان څخه د پولې پورې د بريدونو كولو معامله پورته كړې ده ۔ د یو این رپورټس افغانستان كښې د فتنہ الخوارج د هلو ځلو او د طالبان رجیم د مرستې په اړه اندیښنو ته لا تقویت وركړے ۔ افغانستان كښې د عسکریت خوښو مستقل د پناہ ځايونه د سرمایه کارۍ حوصله ماتوي او د سيمه ايز انضمام کمزورے كوي، د افغان نیشنل ریزسټینس فرنټ مشر احمد مسعود هم د افغان طالبانو په مشرۍ كښې د ترهه ګرو د شتوالي او د هلو ځلو تصدیق كړے دے ۔ افغانستان كښې د عسکریت خوښو تنظیمونو د شتون په اړه رپورټس واضحه ثبوت دي چې هم افغان طالبان رجیم د هغوي مشري كوي ۔











