د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارليمان په آنګڼ كښې د زيتون بوټي په نالولو د پشكال شجركارۍ كمپائن پرانسته وكړه

  اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی)  د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارليمان په آنګڼ كښې د زيتون بوټي په نالولو  د پشكال شجركارۍ كمپائن پرانسته كړې ده ۔د نهې په ورځ په دې دستوره كښې د پارليمان غړو٬ د قامي اسمبلۍ اعلٰی چارواكو او  د ميډيا استازو په ګڼ شمېر ګډون وكړو ۔په دې موقع د هېواد٬پرمختګ٬خوشحالۍ او سلامتيا لپاره خاص دعاګانې وكړی شوې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په دې …

 

اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی)  د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارليمان په آنګڼ كښې د زيتون بوټي په نالولو  د پشكال شجركارۍ كمپائن پرانسته كړې ده ۔د نهې په ورځ په دې دستوره كښې د پارليمان غړو٬ د قامي اسمبلۍ اعلٰی چارواكو او  د ميډيا استازو په ګڼ شمېر ګډون وكړو ۔په دې موقع د هېواد٬پرمختګ٬خوشحالۍ او سلامتيا لپاره خاص دعاګانې وكړی شوې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په دې موقع ووئيل  د شجر كارۍ ماحول تحفظ د راتلونكو نسلونو د خوندي سباؤن ضمانت دے۔پاكستان خېرازه جوړولو لپاره به شجركارۍ ته وده وركول وي٬ ده ووئېل اونې د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات مخ نيوي كښې مهم كردار ادا كوي٬د پارليمان غړي او اولس دې شجركارۍ كمپائن كښې برخه واخلي۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي فيصل امين لخوا د زيتون  بوټي  د وركولو مننه وكړه