حكومت به د پي ټي آئي باني طبي معائنې په اړه د عدالت په هر امر عملدرآمد كوي۔رانا ثناء الله

  اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي و اولسي چارو صلاحكار سېنېټر رانا ثناء الله خان سېنېټ ته ووئيل سپريم كورټ به په 16 ستمبر پريكړه كوي چې د  پي ټي آئي باني طبي معائنې په اړه د 18 اګست په عدالتي حكم تر كومه عملدرآمد شوے، حكومت به  د عدال د اړخه په  كيدونكې كوم هم امر عملدرآمد كوي۔ د نهي په ورځ د …

 

اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي و اولسي چارو صلاحكار سېنېټر رانا ثناء الله خان سېنېټ ته ووئيل سپريم كورټ به په 16 ستمبر پريكړه كوي چې د  پي ټي آئي باني طبي معائنې په اړه د 18 اګست په عدالتي حكم تر كومه عملدرآمد شوے، حكومت به  د عدال د اړخه په  كيدونكې كوم هم امر عملدرآمد كوي۔ د نهي په ورځ د سېنېټر علي ظفر او مخالفي ډلي د اړخه پورته شوو نكاتو ځواب كښې رانا ثناء الله ووئيل حكومت او مخالفه ډله د عدالت په كردار ترسره كولو په عدالتي حكم د عملدرآمد په اړه خپله رائے نه شي اورولې۔ ده ووئيل حكومت، رياستي ادارې او عدالتونه ټول د آئين او قانون پابند دي دغسې په عدالتي حكم عملدرآمد په اړه د اختلاف په صورت كښې نظرثاني او قانوني لاره چاره شته۔  د سپريم كورټ د 18 اګست  د حكم حواله وركولو سره ده ووئيل حكومت د باني پي ټي آئي طبي معائنې لپاره مخلصانه هڅي كړي دغسې په مقرره ځائے د امنيتي صورتحال اندېښنو له امله منصوبه كښې بدلون راغلے او هغه يو سركاري طبي مركز ته رسولے شوے چرته چې مستند او  پوهه ډاكټرانو    د هغه مكمل طبي معائنه كړې۔ رانا ثناء الله ووئيل په 16 ستمبر به عدالت دا پريكړه كوي چې په عدالتي حكم عملدرآمد شوے كه نه۔