اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) سېنېټ د خبريالانو او ميډيا وركرز رهائشي كوټه دوه فيصده ته د رسولو معامله اړوندې كمېټۍ ته وسپارله۔ د نهي په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر جان محمد، سېنېټر سيد وقار مهدي، سېنېټر محمد اعظم خان سواتي او سېنېټر محمد طلحه محمود دا معامله پورته كولو سره پوښتنه وكړه چې د هاؤسنګ و تعميرات وزارت منظور شوې دوه فيصده په …
د سېنېټ غونډه،د خبريالانو او ميډيا وركرز رهائشي كوټه دوه فيصده ته د رسولو معامله اړوند كمېټۍ ته وسپارلې شوه
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) سېنېټ د خبريالانو او ميډيا وركرز رهائشي كوټه دوه فيصده ته د رسولو معامله اړوندې كمېټۍ ته وسپارله۔ د نهي په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر جان محمد، سېنېټر سيد وقار مهدي، سېنېټر محمد اعظم خان سواتي او سېنېټر محمد طلحه محمود دا معامله پورته كولو سره پوښتنه وكړه چې د هاؤسنګ و تعميرات وزارت منظور شوې دوه فيصده په ځائے يو فيصد كوټه ولي نافذوي۔دوي پوښتنه وكړه چې آيا د خبريالانو او ميډيا وركرز شميره لږه شوې چې له امله ئې كوټه دوه فيصده څخه په كمولو يو فيصد شوې۔ وفاقي وزير مياں رياض حسين پيرزاده ايوان له باور وركړو چې اړوند وزارت سره د مشاورت نه پس به د خبريالانو او ميډيا وركرز رهائشي كوټه يو فيصد څخه دوه فيصده ته رسولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل كوټه لپاره د منظور شوو فهرستونو وركولو ذمه واري د اطلاعات و خپرونو وزارتِ ده۔ده ووئيل وفاقي حكومت د ملازمانو هاؤسنګ اتھارټي ايګزيكټو كمېټۍ په 17 جون 2015 او 28 ستمبر 2016 پرله پسې 133مي او 142م غونډو كښې د منظور شوي الاټمنټ شرطونو ترمخه ممبر شپ ډرائيو ون كښې د خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره جلا جلا دوه، دوه فيصد كوټه بيله كړې وه۔











