اسلام آباد كښې د سركاري كورونو جامع سروے شوې ۔رياض حسين پيرزاده

  اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د هاؤسنګ و تعميرات وفاقي وزير مياں رياض حسين پيرزاده سېنېټ  ته وئيلي دي په اسلام آباد كښې د سركاري كورونو جامع سروے شوې دغسې چې غير قانوني تعميرات او تجاوزات په ګوته كړې شي او د هغې مخنيوے وكړے شي۔ د نهي په ورځ د سېنېټر محمد اعظم خان سواتي د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د سروے په …

 

اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د هاؤسنګ و تعميرات وفاقي وزير مياں رياض حسين پيرزاده سېنېټ  ته وئيلي دي په اسلام آباد كښې د سركاري كورونو جامع سروے شوې دغسې چې غير قانوني تعميرات او تجاوزات په ګوته كړې شي او د هغې مخنيوے وكړے شي۔ د نهي په ورځ د سېنېټر محمد اعظم خان سواتي د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د سروے په مهال د سركاري كورنو شا او خوا او مجاز حدود كښې د غير قانوني تعميرات او تجاوزات  په ګوته كړې شوي۔تحريري ځواب كښې ده ووئيل دا معامله كيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) ته لېږلې شوې او هغوې ته د مجاز حدود څخه بهر د زياتي تعميرات او تجاوزات په ضد اړوند قوانين و ضوابط ترمخه د ضروري كارروائي كولو سپارښتنه شوې ده ۔ وفاقي وزير ووئيل سي ډي اے دې نه پس د تجاوزات په ضد كارروائي پيل كړې كومه چې سيكټر اېف سكس فور څخه شروع شوې،دغسې په دې لړ كښې په نورو سيمو كښې كارروائي كيږي او دا لړۍ روانه ده۔

مزید خبریں