اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډپلوميټك انکليو دوره وكړه او هلته د روانو پرمختيائي كارونو،چار ديوالۍ جوړولو ، چيك پوسټونو ري ماډلنګ، سائيکلنګ او واکنګ ټريکس منصوبو د پيش رفت جاج يې واخست۔ وفاقي وزير په چارديوالۍ جوړولو هر وخت (24 ساعته) د کار روانه ساتلو سپارښتنه كولو سره واضحه كړه چې د پرمختيائي كارونو په مهال دې په …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د ډپلوميټك انکليو دوره، جديد و جامع سکيورټي پلان مرتب کولو او د كار په ځائے د اونو نه وهلو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډپلوميټك انکليو دوره وكړه او هلته د روانو پرمختيائي كارونو،چار ديوالۍ جوړولو ، چيك پوسټونو ري ماډلنګ، سائيکلنګ او واکنګ ټريکس منصوبو د پيش رفت جاج يې واخست۔ وفاقي وزير په چارديوالۍ جوړولو هر وخت (24 ساعته) د کار روانه ساتلو سپارښتنه كولو سره واضحه كړه چې د پرمختيائي كارونو په مهال دې په هيڅ صورت اوني ونه وهلي شي۔ده ډپلوميټك انکليو كښې د سړكونو پراخه كولو، سائيکلنګ او واکنګ ټريکس په جديد ډول جوړولو او پارکس د نړيوال معيار له مخې د بحالولو احکامات هم جاري کړل۔محسن نقوي ډي آئي جي سکيورټي ته د ډپلوميټك انکليو بيا د سره جديد او جامع سکيورټي پلان مرتب کولو سپارښتنې سره ووئيل ډپلوميټك انکليو دې جديد، محفوظ او ښكلې سفارتي زون جوړ كړے شي او دلته مېشته وګړو له د نړيوال معيار سهوليات و فول پروف سکيورټي وركولو ته حکومت پام لرنه كوي۔ په دې موقع د کيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) چيئرمين وفاقي وزير له په ډپلوميټك انکليو كښې په روانو پرمختيائي منصوبو او تر اوسه پهش وي پيش رفت بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د اسلام آباد ډپټي کمشنر او د سي ډي اے و ضلعي انتظاميې نور اعلیٰ افسران هم موجود وو۔











