د تجارت وفاقي وزير په مشرۍ كښې  د فارن ټريډ ونګز غونډه،برآمدات زياتولو لپاره د هلو ځلو تندولو سپارښتنه

  اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان په مشرۍ كښې د فارن ټريډ ونګز مهمه داخلي غونډه وشوه۔  د نهي په ورځ د وزارت وياند له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير د پاکستان برآمدات زياتولو له د هلو ځلو تندولو سپارښتنه وكړه۔ وفاقي وزير په لويو منډيانو كښې د پاکستان برآمدات په ښه نمو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د مارکيټ …

 

اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان په مشرۍ كښې د فارن ټريډ ونګز مهمه داخلي غونډه وشوه۔  د نهي په ورځ د وزارت وياند له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير د پاکستان برآمدات زياتولو له د هلو ځلو تندولو سپارښتنه وكړه۔ وفاقي وزير په لويو منډيانو كښې د پاکستان برآمدات په ښه نمو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د مارکيټ  پراختيا، قوي بي ټو بي  رابطي او بهر هېوادونو كښې  تجارتي مشنز سره دې رابطي زياتي كړې شي۔ ده د وريژو ، ټيکسټائل، زرعي مصنوعات، فارماسيوټيکل، پراسيسډ فوډ، لائټ انجينئرنګ او سروسز لپاره د نوو منډيانو د لټولو هم سپارښتنه وكړه۔وفاقي وزير ووئيل فارن ټريډ ونګز دې ترجيحي مصنوعات او تر مارکيټ رسني لپاره هر هېواد لپاره جلا جلا ايکشن پلان جوړ كړي،تجارتي  لوظ نامې د پاکستان لپاره متوازن او تجارتي ګټه لرونكي پكار دي۔ده ووئيل د جوائنټ ټريډ کمېټي او جوائنټ ورکنګ ګروپ ځنډوېدونكې غونډه دې زر تر زره وكړې شي او د تجارت وزارت ، خارجه وزارت، بهر هېوادونو كښې مشنز او کاروباري ادارو سره دې رابطه لا هم موثره كړې شي۔

مزید خبریں