اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي شرميلا فاروقي وئيلي دي د اېم 6 موټر وے سکھر۔حيدرآباد برخې بشپړولو لپاره پكار 40 اربه روپۍ دې جاري كړې شي ٬ دا سټريټجکي منصوبه ده او د دې په بشپړولو كښې دې تاخير ونه کړے شي۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې شرميلا فاروقي د اعتراض په نکته ووئيل اېم 6 موټر وے …
د اېم 6 موټر وے سکھر۔حيدرآباد برخې بشپړولو لپاره دې پكار 40 اربه روپۍ جاري كړې شي۔شرميلا فاروقي

مزید خبریں
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي شرميلا فاروقي وئيلي دي د اېم 6 موټر وے سکھر۔حيدرآباد برخې بشپړولو لپاره پكار 40 اربه روپۍ دې جاري كړې شي ٬ دا سټريټجکي منصوبه ده او د دې په بشپړولو كښې دې تاخير ونه کړے شي۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې شرميلا فاروقي د اعتراض په نکته ووئيل اېم 6 موټر وے سکھر حيدرآباد سيکشن لپاره د فنډنګ کمے دے،مونږ په دې اړه په اړوند فورمز بيا بيا خبره كړې چې د دغې بشپړولو لپاره پكار 70 اربه روپو كښې يوازې 30 اربه روپۍ وركړې شوي، دې ووئېل وئيلي كيږي چې زمونږ سره وسائل نشته،پبلك پرائيويټ پارټنرشپ پلو دې بوتللې شي۔بل پلو د دې باوجود ايکنک په پنجاب كښې د يو موټر وے منظوري وركړي او هغې لپاره 49 اربه روپۍ هم جاري كړې شوي۔دا د مهم نوعيت معامله ده ٬ دا بايد قائمه کمېټۍ ته ولېږلې شي۔۔











