د فيلډ مارشل عاصم منير  او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران صدر سره ملاقات ٬  منطقه كښې په تاؤ تريخوالي او مفاهمتي عمل مهمې خبرې

  اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)  د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د فيلډ مارشل عاصم منير  او د هغه د ايران صدر سره  په ګده مهم او په زړه پورې ملاقات شوے دے  چې پكښې  د ايران او امرېكې تر مينځه   په شخړه  ٬ د مينځني ختيز په اوسني صورتحال او د امن راوستو لپاره د سباون په تګلاره  تفصيلي خبرې شوي دي۔  دغسې …

 

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)  د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د فيلډ مارشل عاصم منير  او د هغه د ايران صدر سره  په ګده مهم او په زړه پورې ملاقات شوے دے  چې پكښې  د ايران او امرېكې تر مينځه   په شخړه  ٬ د مينځني ختيز په اوسني صورتحال او د امن راوستو لپاره د سباون په تګلاره  تفصيلي خبرې شوي دي۔  دغسې د دې نه علاوه د اسلام آباد مفاهمتي ياداښت په بشپر توګه بحالۍ  او د شخړې امناكه هواري لپاره د دواړو اړخه  په ضروري ګامونو هم خبرې وشوې ۔ په سوشل مېډيا پلېټ فارم ايكس  خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئېل   د ايران صدر د خپل حكومت موقف او تحفظات په واضحه توګه وړاندې كړل ٬  چې پرې د دواړو اړخه ګټورې خبرې وشوې ۔ ده ووئېل  ملاقات كښې ښكاره پېشرفت شوے ۔  ده هيله ولرله   چې دا پېشرفت به  د منطقې تل پاتي امن و استحكام  لپاره مرستياله وګرځي۔

مزید خبریں